د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عرب ملکونو کې ۶۷۳۸ پاکستانيان بنديان دي


د پاکستان بهرنيوو چارو وزير
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير

پاکستاني چارواکي وايي په منځني ختيځ کې د قېد پاکستاني بنديانو سره يې د مرستې لپاره هلې ځلې ډېرې کړې دي. د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت ويانده عایشه فاروقي وايي کوښښ کوي چې دا قيديان وکيل او نور سهولتونه ولري.

هغې د مارچ په نهمه مشال راډيو ته وويل: ((بنديان په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو زندانونو کې په بېلابېلو تورونو قېد کړل شوي دي. هغه قيديان چې د سزا موده يې تېره کړې ده، پاکستان ته راستانه کړل شوي دي. ځيني داسې دي چې د هغو سزا بخښل شوي او بېرته پاکستان ته راغلي دي. چې کله د بنديانو ضروروت وي نو موږ ورته وکيل نيسو. ځيني نور ضرورتونه یې هم پوره کوو. نو د هر چا مقدمه په قانوني لحاظ يو شان نه وي.))

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت پارليمان ته د مارچ په نهمه د ورکړو معلوماتو ترمخه په منځني ختيځ کې ۶۷۳۸ پاکستانيان قېد دي. د قامي اسمبلۍ پر ويب پاڼې خپرو شوو، دې معلوماتو تر مخه په سعودي عرب کې ۱۸۲۵، په متحده عرب اماراتو کې ۲۷۶۵، په عمان کې ۴۷۶، په بحرېن کې ۱۱۸، په کوېت کې ۹۹ او په قطر کې ۹۶ پاکستان په زندانونو کې دي.

د ۲۰۱۹ کال په فرورۍ کې د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان د اسلام اباد د سفر پر مهال اعلان وکړ چې له دوه زرو څخه زيات پاکستاني بنديان به خوشي کوي. د تحريک انصاف حکومت دا وعده په مطبوعاتو کې ډېره توده وساتله او يوه لويه بريا یې وبلله.

خو د بنديانو د حقونو لپاره کار کوونکي، غېرسرکاري اداره جسټس پراجيکټ پاکستان وايي بنديان په دغومره شمېر کې نه دې خوشي شوي. د دې ادارې د عامه اړيکو مشر، عدنان حېدر د مارچ په نهمه مشال راډيو ته وويل: ((د پاکستان بهرنيوو چارو وزرات زموږ په غوښتنه، په لاهور هايي کورټ کې يو لیست جمع کړی دی. د دې ليست مطابق سعودي عرب ۵۷۹ بنديان پاکستان ته لېږلي دي خو موږ چې کله د حکومت د دې ادعا کره والی معلوم کړ نو يوازې ۹۰ بنديان خوشي شوي دي. په عرب هېوادونو کې ډېری پاکستانيان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نيول شوي.))

په عرب هېوادونو کې د قاچاق سزا مرګ دی. د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت پارليمان ته د ورکړو معلوماتو ترمخه دوی غواړي چې يا د پاکستاني بنديانو سزاوې معاف شي او يا هم پرې پاکستان کې مقدمې وچلول شي.

کله چې مشال راډيو د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت له وياندې، عایشه فاروقي څخه له عربو هېوادونو د خوشي شوو پاکستاني بنديانو د شمېر په اړه وپوښتل نو هغې وويل چې په دې لړ کې ورسره شوې وعدې پوره شوي خو د خلاصو شوو قیديانو شمېر ورسره نه وو.

XS
SM
MD
LG