د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: د پوليو ۲ نور کېسونه ثبت شوي


د پوليو کمپاين يوه برخه
د پوليو کمپاين يوه برخه

په خېبر پښتونخوا کې د پولیو دوه نوې کیسونه مخې ته راغلې چې ورسره په صوبه کې د پولیو کیسونه په روان ۲۰۲۰ کې پینځلس او ټول هیواد کې ۳۱ ته ورسیدل.

په لکي مروت او جنوبي وزیرستان ضلعو کې د پولیو نوې کیسونه په داسې وخت کې تصدیق شویدي چې د صوبې په شپاړسو ضلعو کې د پولیوپه ضد پینځه ورځني کمپاین نن په پینځمه ورځروان دی.

خیبر پښتونخوا د پولیو د مخنیوي ادارې مشر عبدالباسط مشال ریډو ته وويل چې دواړو ماشونانو ته پولیو ضد څاڅکي نه وو ورکړل شوي.

دا چې د بیړني حالاتو او مسلسل د پولید ضد کمپاينونو باوجود ولې د پولیو کیسونه مخ په زیاتیدو دي نو نوموړی وويل چې د عامه پوهاوي ضرروت دی او خلک بايد د چارواکو سره په دې لړ کې مرسته وکړي.

تېر کال په ټول هېواد کې د پولیو یو سل شپږ څلویښت کیسونه مخې ته راغلي وو. په خېبر پښتونخوا کې ۹۲ وو.‌

دا وخت د صوبې په شپاړسو ضلعو کې د پوليو ضد کمپاين روان دی چې پکې به د څلور دیرشو لکو نه زيات هغه ماشومان ويکسين کېږي چې عمر يې له پينځوو کلونو کم وي.‌ دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د پوليو ويکسينو پر ډلو وخت په وخت حملې کېږي.‌

د سرکاري شمیرو ترمخه د د دوه زره دولسم راهيسې په خېبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې تر څلور اویا روغتيايي‌کارکوونکي او پوليس سرتيري د وسله والو لخوا په ‌‌ډزو وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG