د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت نه مو بلدیاتی ټاکنو کې د ځنډ وضاحت غوښتی: خوشحال زاده 


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

پراګ - د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کميشن وايي چې له صوبایي حکومت څخه یې د بلدیاتی ټاکنو د ځنډولو په اړه وضاحت غوښتی دی.

د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کميشن ډيپټي ډايريکټر جنرل خوشحال زاده د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې په دې لړ کې يې د بلدیاتو صوبايي وزارت ته د جون په ۱۲مه وضاختی لیک استولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په صوبه کې د بلدیاتي ادارو موده د ۲۰۱۹ م کال د اګست په میاشت کې پوره شوې ده.

په پاکستان کې د ۲۰۱۳م کال د بلدیاتي ادارو د قانون له مخې د بلدیاتي ادارو د مودې تر پوره کېدو وروسته په ۱۲۰ ورځې کې نوې ټاکنې کول اييني او قانوني ذمه واري ده.

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې صوبايي حکومت د يو ترميم له لارې بلدیاتي ټاکنې د شپږو میاشتو لپاره په دې جواز ځنډو لې وې چې خيبر پښتونخوا سره په ضم شوو قبايلي ضلعو کې حلقه بندۍ او د ووټرانو فهرستونه د جوړيدو په حال کې دي.

خو اوس حکومت وايي‌ چې دا ټاکنې یې د کورونا وايرس له کبله تر دوو کالو ځڼدولې دي.

خوشحال زاده په دې اړه وویل ، “د کورونا وبايي صورتحال په حواله سره چې صوبايي حکومت کوم آرډيننس جاري کړی ، په هغه کې چې صوبايي حکومت د بلدیاتي ټاکنو تر دوو کالو د ځنډولو خبره کړې وه او دا مخکې دوي شپږ میاشتو له ځنډولې وو .”

ده زیاته کړه چې په هغه حواله مرکزي او صوبايي اليکشن کميشن له دوي وضاحت غوښتی وو.

د خوشحال زاده په وینا ، “په دې وضاحتي ليک کې د بلدیاتو ادارې ته ويل شوي چې د کورونا وبا په حوالې سره په جاري شوي آرډيننس کې چې د بلدیاتي ټاکنو د ځنډ کومه خبره شوې دا د بلدیاتي ادارو له قانون سره په ټکر کې ده او د دې وضاحت دې وشي.”

خو د بلدیاتو وزارت وايي چې انتخاباتي کميشن له پکار ده چې د دې آرډيننس په اړه د قانون له وزارت او یا صوبايي حکومت نه وضاحت وغواړي.

د بلدیاتو د وزارت سیکټري میا شکيل احمد مشال راډيو ته وويل چې د بلیاتو وزارت د ټاکنو له ځنډولو سره هیڅ کار نه لري.

ده وویل ، “ د بلدیاتي ټاکنو د ځنډولو پريکړه خو صوبايي کابينې او حکومت کړې ده زموږ د ادارې د ټاکنو ځنډولو سره هيڅ کار نشته ، او دا آرډيننس خو صوبايي حکومت د ګورنر او کابینې په مشاروت جاري کړی دی ، زموږ لخوا نه دی جاري شوی.”

ده زیاته کړه چې اليکشن کميشن ته به زموږ ځواب دا وي چې دا د کابينې پریکړه ده او حکومت دا اقدام کړی دی او د آیین له مخه ګورنر دا فرمان لاس ليک کړی دی.”

د میا شکيل احمد په وینا ، په دې لړ کې چې کوم قانوني جواز دی انتخاباتي کمیشن ته به په ځواب کې هغه په ډاګه کړي او تر هغه وروسته چې د انتخاباتي کمیشن څه هدایات وي پر هغه به بیا عمل کوي.

صوبايي حکومت د مې پر ۱۲مه د ايمرجنسي‌ اينډ ريليف آرډيننس ۲۰۲۰م په نامه په دې حکم نامه کې د بلدیاتي ټاکنو کول د حالاتو له ښه کيدو سره مشروط کړي دي.

خو په دې کې دا وضاحت نه دی شوی چې د حالاتو د ښه کيدو نه د دوي څه مقصد دې.

د خوراک صوبايي وزیر قلندر خان لودهي له مشال راډیو سره په خبرو کې په دې اړه ناخبري وښودله چې ګواکې د بلدیاتي ټاکنو د ځنډولو پريکړه کابينې په متفقه توګه کړې وه؟

ده وویل ، “ په دې اړه خبره هم نه ده شوې، ماسره خو نه ده شوې خو د دې کورونا وبايي صورتحال له وجې د کابينې چې کومې غوڼډې شوې دي او ما پکې ګډون کړی دی نو په هغې کې دا خبره نه ده شوې.”

ده زیاته کړه چې د زیات عمر له وجې په غوڼدو کې د شرکت نه مثتثني دی.

په اصولي او قانوني‌ توګه د کابينې په غونډو کې د شوو پريکړو او کاروایي تفصیل له هر وزیر ، مشاور او متعلقه ادارو سره شریکيږي.

په خيبر پښتونخوا کې د بلدیاتي حکومتونو لپاره ټاکنې د ۲۰۱۵م کال په مې میاشت کې شوې وې چې د څلورو کالو آییني مودې پوره کولو نه پس يې د ۲۰۱۹م کال د اګست پر ۲۸مه موده پای ته رسېدلی وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG