پېښور - په خېبر پښتونخوا کې د موسیقۍ یا له "ټنګ ټکور" سره تړلو هنرمندانو په صوبایي کچ د خپلو حقونو لپاره د "هنري ټولنې" په نوم تظیم جوړ کړی دی.
دوی وایي چې تر دې دمه یو هم منظم تنظیم نه وو او له دې لارې به دوی د ناروغو او بې وسه هنرمندانو لپاره له حکومته کومک ترلاسه کړي.
دوی وايي، له ۶۰۰۰ زیات هنرمندان د بېوسۍ ژوند تېروي.
د دې سازمان صوبايي جنرل سېکټری سندرغاړي او شاعر فضل وهاب درد مشال راډیو ته د خپل تنظیم په اړه وویل چې تر صوبايي کچ وروسته به اوس د ضلعو په کچه دغه تنظیمونه جوړوي او د هنرمندانو صحت، تعلیم او روزګار لپاره هلې ځلې کول دي.
د چارسدې د رځړو اوسېدونکی سندرغاړی زوار علي سنتوش وایي، شاوخوا یو کال په کټ د ګردو ناروغیو ښکار دی خو هېڅ ډول مرستې ورسره کلتور محکمې او یا حکومت نه دې کړي.
د یاد سازمان یو بل غړی فضل امین ربابي وايي چې لوموړی ترهګرۍ او اوس کورونا د دوی پر کار ډېر بد اغیزمن کړی دی او که د دوی ملاتړ ونه شو نو په هنر پرېښودو به مجبوره شي.
په دې اړه مو چې کله د کلتور او مزدورانو صوبايي وزیر شوکت یوسفزی او د هغې وروسته مو د کلچر محکمې ډایرېکټرې شمع نعمت سره اړېکې ونیوه نو دواړو د مصروفیاتو له کبله خبرې ونه کړې.
خو له پاکستان تحریک انصاف سره اړه لرونکي د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل الهي مشال راډیو ته وويل چې وړاندې هم حکومت دوی لپاره میاشتنې وظیفه مقرر کړې وه او اوس به د دوی لپاره هلې ځلې کوي.
د دې هنرمندانو په وینا، په ټوله صوبه کې یوازې له موسیقۍ سره تړاو لرونکي تر ۶۰۰۰ زیات کسان دي او حکومت دې د دوی بچو لپاره د وړیا، صحت، روزګار او د روزنې لپاره د سرکاري اکیډمۍ یا ادارې بندوبست وکړي.
د فېسبوک تبصرې