محمود خان زیاته کړې چې په صوبه کې د ترهګرۍ خطرې له کبله باید اپوزېشن ګوندونه په نومبر میاشت کې په پېښور کې جلسه نه کوي.
محمود خان دا خبره د اکتوبر پر ۳۱مه د سوات په مټه تحصیل کې له خبریالانو سره د خبرو اترو پر مهال کړې ده.
ده وویل، "زه به دا ووایم چې د خيبر پښتونخوا د وزيراعلا په حيث چې څنګه د ترهګرۍ خطرې او ګواښونه دي او ښه سنجيده ګواښونه دي."
نوموړي زیاته کړه چې له هم دې کبله پر اپوزشن ګوندونو غږ کوي چې جلسې ونکړي.
محمود خان وویل، "د بهر هيوادنو خلک زموږ پرضد سازشونه کوي، دوی هغوي ته موقع ورکوي، زه دوی ته وايم چې مهرباني وکړئ جلسې مه کوئ."
د اپوزېشن ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د نومبر پر ۲۲مه په پېښور کې د حکومت ضد جلسه اعلان کړې ده.
یاد تحریک تر دې وړاندې په ګوجراواله ، کراچۍ او کوټه کې د دې لپاره پراخې احتجاجي جلسې کړې دي چې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت نسکور کړي.
په خیبر پښتونخوا کې هم د تحریک انصاف ګوند حکومت دی او مشري یې له سوات سره اړه لرونکی وزیراعلا محمود خان کوي.
نوموړي د اکتوبر پر ۳۱مه د سوات سفر پر مهال هلته په مټه تحصیل د اوبه خور ۲۱ کلوميټړه اوږد کېنال هم پرانیستی دی.
نوموړي پر دې مهال ویلي چې پر دې کېنال یې ۹۰ کروړه روپۍ لګولې دي او دا به تر ۵۵۰۰ زره کېناله زیاته مځکه خړوبوی.
محمود خان زیاته کړې چې په سوات کې د اربونو روپیو په لګښت پروژې پیلوي.
ده وویل، "څلور پينځه کالاجونه به جوړه وو، په هر تحصيل کې به کالج جوړوو، د مينګورې ښار اوبه پوره کولو لپاره د ۱۴ اربه روپیو پروژه روانه ده، ټول ښار ته به اوبه ورکو، ځکه چي د ابو ډير ضروت دی ، د سوات موټروې پر دویمه برخه به ډېر زر کار پیل شي."
محمود خان په داسې وخت کې سوات ته تللی چې د خیبر پښتونخوا په ګډون په ټول ملک کې د ګرانۍ او بې روزګارۍ له کبله خلک سرټکوي او احتجاجونه روان دي.
په سوات کې د سما په نامه ټلویژن خبریال سيد شهاب الدين مشال راډيو ته وویل چې د وزیراعلا محمود خان جلسې ته خلک لږ ورغلي وو.
ده وویل چې ولس د ګرانۍ او بدامنۍ له کبله د تحریک انصاف له حکومته ګیله من دي.
د عمران خان په مشرۍ حکومت تور پورې کوي چې ملک د تېرو حکومتونو د درغلیو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او دوی هڅه کوي چې حالات ښه کړي.
د فېسبوک تبصرې