د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پوځیانو په ډزو' د خیسور یوه ځوان د وژلو خلاف میرلي کې پرلت


شمالي وزیرستان: د میرلي په چوک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان محسن داوړ، میر کلام وزیر او نور د امنیتي ځواکونو په ډزو د وژل شوي ځوان امین الله له مړي سره ولاړ دي.
شمالي وزیرستان: د میرلي په چوک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان محسن داوړ، میر کلام وزیر او نور د امنیتي ځواکونو په ډزو د وژل شوي ځوان امین الله له مړي سره ولاړ دي.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې نن ځايي ولس د هغه ځوان د وژنې پرضد احتجاج پیل کړی چې د دوی په وینا د پاکستان امنیتي ځواکونو وژلی دی.

دوی تور پورې کړی چې د امین الله په نامه دا ځوان د دسمبر پر ۱۳مه (پرون) په خیسور کې د پوځيانو په ډزو وژل شوی دی.

پر دې موضوع له امنیتي ځواکونو سره په خبرو و نه توانېدو خو یوه انتظامي چارواکي وویل، د خبرو له لارې د پرلت ختمولو هڅې کوي.

د امین الله مړی یې د میرلي چوک ته په لاریون کې وړی او هلته یې د جنازې لمونځ وکړ او پرلت یې وواهه. دوی د وژل شوي ځوان لپاره د انصاف چغې وهلې.

احتجاجیان تور پورې کوي چې په خیسور کې د امین الله له وژلو سره سره پوځیانو د لټون عملیاتو په نامه ځايي وګړي ځورولي او نیولي دي.

شمالي وزیرستان: په خیسو کې د وژل شوي ځوان امین د جنازې مونځ د میرلي په چوک کې ادا کړل شو. ۲۰۲۰، ۱۴ دسمبر
شمالي وزیرستان: په خیسو کې د وژل شوي ځوان امین د جنازې مونځ د میرلي په چوک کې ادا کړل شو. ۲۰۲۰، ۱۴ دسمبر

دوی وايي دا لومړی وار نه دی چې په سیمه کې یې وګړي وژل کېږي، ځورول کېږي او نیول کېږي بلکې په څو کراته همدا ناوړه چلند ورسره روان دی.

د دې پرضد ولس احتجاج وکړي، د انصاف ږغ پورته کړي، سرکاري چارواکي وروسته ورسره ژمنې وکړي خو بیا هېڅ عمل نه ورباندې کوي.

د میرلي دغه احتجاج ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو په ګډون په ګڼشمېر کې ځايي ولس او ځوانانو ورغلي دي.

پر دې مهال د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي میر کلام وزیر مشال راډیو ته وویل، ولس ډېر سخت خپه دی، د امین الله له مړي سره د میرلي چوک ته په لاریون رواتی دی.

نوموړی زیاتوي، "د اوسنۍ پېښې په ګډون د نورو ټولو تېرو پېښو زمه وار ریاستي ادارې دي. دلته همدې ریاستي ادارو بهرني خلک رواړل او د وزیرستان پر ولسونو یې قابض کړل. او د هغوی د ختمولو په نامه یې زموږ ولسونه له خپلو کورونو واېستل او اوس یووار بیا د ضرب عضب عملیاتو نه وړاندې حالات جوړوي."

د پاکستان پوځ او حکومت تر دې مخکې دا ډول تورونه رد کړي او دریځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد یې په جګړه کې خورا زیات زیانونه ګاللي.

میر کلام وزیر وویل دوی نور دا چارې نه زغمي او پر خپله سیمه امن غواړي. او د جنګونو خاتمه غواړي.

شمالي وزیرستان: په خیسور کې د پوځیانو په ډزو د وژل شوي ځوان امین الله د وژنې خلاف په میرلي چوک کې پرلت. ۲۰۲۰، ۱۴ دسمبر
شمالي وزیرستان: په خیسور کې د پوځیانو په ډزو د وژل شوي ځوان امین الله د وژنې خلاف په میرلي چوک کې پرلت. ۲۰۲۰، ۱۴ دسمبر

پر دې مهال د پي ټی اېم یوه بل مخکښ جمال داوړ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی پر خپله خاوره د پرله پسې جبر خلاف راوتلي دي او د دې لپاره خپل فریاد کوي چې په راتلونکې کې د داسې ناوړه پېښو مخه ونیسي.

دی زیاتوي په پېښه پسې پېښه وي او نور دې دا لړۍ ودرول شي. نوموړي وویل چې خپل ځوانان او ولس به راغونډوي چې د دې پرله پسې پېښو مخنیوي لپاره یوه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د مشال راډيو خبریال هڅه وکړه چې د خیسور پر وروستۍ پېښه سرکاري دریځ واخلي خو امنیتي ځواکونو او یا له نورو اړونده چارواکو سره په خبرو کولو بریالي نشو.

بلخوا د شمالي وزیرستان د ضلعي انتظامیې یوه اعلا چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي مشال راډیو ته وویل، له پرلتوالو سره یې خبرې روانې دي چې یو حل یې راوباسي.

XS
SM
MD
LG