د خیبر پښتونخوا د لوبو، کلتور او ځوانانو اداره وايي هغو لوبغاړو ته به میاشتنۍ وظیفې ورکوي چې په صوبايي او ملکي لوبو کې یې د صوبې لپاره میډالونه ګټلي وي.
د یادې ادارې په وینا، دا میاشتنۍ وظیفې به هغو لوبغاړو ته ورکول کېږي چې عمرونه یې تر ۱۶ او ۲۱ کالو کم وي.
د دې ادارې چارواکي وايي چې د سرو زرو میډال ګټونکي لوبغاړي ته به د میاشتې ۱۰ زره روپۍ، د سپینو زرو میډال ګټونکي ته به د میاشتې ۸ زره او د پیتلو میډال ګټونکي ته به د میاشتې ۵ زره روپۍ ورکول کېږي.
دوی زیاتوي چې د اوس لپاره د دې یو کلنیو مالي مرستو ترڅنګ به هم لوبغاړو ته د اړوندو لوبو سامانونه هم ورکول کېږي.
د دوی په وینا، په دې لوبغاړو کې به غوره هغه د روزنو لباره نورو هیوادونو ته هم لېږل کېږي.
په قیوم سپورټس کمپلیکس کې د مارشل آرټ روزونکي او پخواني نړیوال لوبغاړي خالد نور مشال راډیو ته وویل چې دوی د صوبایي حکومت د دې ګام ستاینه کوي او له دې سره به د لوبغاړو ډيره حوصله افزایي وشي.
ده وویل، "هغه ماشومان چې د کورونا وبا په وجه لوبو نه محرومه وو او متاثره شوي وو مور پلار یې د لوبو خرڅونه نه شو ورکولای نو دوی ته به ډيره ګټه ورسېږي."
ده زیاته کړه چې کومو لوبغاړو میډالونه اخیستي او دا وظیفې تر لاسه کوي نو نور ماشومان به هم ترې اثر اخلي چې په لوبو کې برخه واخلي او خوارۍ وباسي.
د خیبر ضلعې د ټیبل ټینس یو لوبغاړی سید جابر اپرېدی وایي، "له دې وظیفو سره زموږ ډيره ډاډګیرنه شوې ده، پخوا به موږ په خپل خرڅ لوبې کولې او اوس چې راته د لوبو جاري ساتلو لپاره د ډایریکټوریټ نه وظیفې راکول کېږي نو ډير په شوق به لوبه کوو."
ده وویل چې د حکومت دا ګام به د لوبغاړو پر لوبو ډېر مثبت اغېز وکړي.
په دې وروستیو کې ترسره شوو ۱۶ کالو نه کمر عمر قومي لوبو کې د خیبر پښتونخوا ټیمونو په مجموعي توګه ۵۸ د سرو زرو میډالونه ګټلي وو.
د خیبر پښتونخوا د لوبو، کلتور او ځوانانو ډایریکټرېټ چارواکي وایی چې په صوبه کې د لوبو لپاره پر لویو منصوبو هم کار روان دی.
د دوی په وینا، په دې کې د پېښور ارباب نیاز کرکټ سټیډیم روغونه او پراخوالی ، حیات آباد کرکټ ګراونډ او په ټوله صوبه کې ۲۰۴ تعمیراتي منصوبې روانې دي.
د دوی په وینا، د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې به په ټوله صوبه کې ۱۵۰ منصوبې سر ته ورسېږي.