د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ایسټبلشمنټ ضد خبریال ابصار عالم قاتلانه برید غبرګونونه راپارولي


ابصار عالم
ابصار عالم

دپوځي اېسټبلشمنټ سخت منتقید خبریال ابصار عالم په سېشنبه د خپل کور مخې ته په ګولۍ ویشتل شوی دی.

ابصار عالم د ایسټېبلشمنټ ضد نظرلرونکي په نوم پېژندل کېږي او دی پرله پسې پر پوځي جنرالانو نیوکې کوي چې هغوی په ولسي چارو کې لاسوهنه کوي.

پر ټویټر خپره شوې ویډيو کې ابصار عالم چې په ټپي حالت کې وو، وویل، هر هغه چا چې پر ده یې برید کړی، په دغه ډول چلونو دی له خپلې لارې نه شي اړولی.

دی وايي، ''مرمۍ مې په خېټه کې معده کې نښتې ده، زما پیغام هغو خلکو ته دی چې زه یې ویشتلی یم، نو په دغه ډول کړنو زه نه ډارېږم او نه به هېڅکله له خپلې لارې واوړم.'' په ویډيو کې دی هسپتال ته وړل کېږي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد بیګاه په ټویټر لیکلي، په دغه اړه د پلټنو لپاره يي د اسلام اباد د پولیسو مشر ته امر کړی دی او په برید کې ککړ کسان به زر تر زره ونیول شي.

ابصار عالم وړاندې د انګرېزۍ ورځپاڼې 'دې نیشن' اېډیټر او د پاکستان الیکټرونیک میډیا سمبالولو ادارې مشر پاته شوي دي.

خبریال عبدالله مومند په معروف هسپتال اسلام آباد کې د ابصارعالم پوښتنې ته ورغلی وو، مشال راډیو ته د ډاکټرانو له خولې وايي چې د هغه له بدنه یې ګولۍ اېستلې او په ښه کېدو دی.

ابصار عالم د پاکستان پوځي ایسټېبلشمنټ ډېر سخت منتقید په نامه پېژندل کېږي. په وروستیو کې هغه په یوه ټویټ کې کښلي کله چې دی د پیمرا مشر وو نو څنګه به د استخباراتي ادارو لوړپوړو چارواکو ورته امر کاوه.

په پاکستان کې بیا بیا خبریالان تر بریدونو لاندې راځي په ۲۰۱۴ز کال کې خبریال حامد میر هم په کراچۍ ښار کې ناڅرګندو وسله والو په ګولیو وویشت.

د سږني کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په ډان ورځپاڼه کې یو راپور وايي، چې یواځې په ۲۰۲۰ز کال کې لس خبریالان وژل شوي او ځینو ته دړکې شوې، ځینې تښتول شوي، ځورول شوي او وهل ټکول ورسره شوی دی. له دې پرته د چارواکو لخوا زباني او جسماني زیاتی او یا بیا ورباندې جعلي مقدمې هم جوړې شوي دي او نیول شوي دي لکه د بېلګې په توګه د پاکستانیو پېژندل شویو ورځپاڼو جنګ، دې نیوز او د جیو ټي وي چېنل مالک میر شکیل الرحمان ګرفتاري یې لوی ثبوت دی.

د خبریالانو د ملکی تنظیم پاکستان فیډرل یونین آف جرنلسټس نایب صدر بخت زاده یوسفزي مشال ریډیو ته وویل، دلته د بیان آزادي بېخي له منځه تللې ده، یو څوک که وغواړي، آزاد صحافت وکړي، یا به وژل کیږي او یا به بې روزګاره کېږي.

''دا به بېځایه نه وي که موږ دې ته که د ګولۍ او ښکنځلو سرکار نوم ورکړو ځکه چې نن د پاکستان خبریالان هم له دغه حالاتو سره مخامخ دي، په معاشره کې چې کومې خرابۍ دي، خبریالان په هغې خبره کوي، او دا زموږ لپاره ډېر لوی امتحان دی، له موږ سره چې کومه ډیټا ده، هغه داسی ده چې په دا تېرو دوه نیمو یا درې کلونو کې تر اتو زرو زیات خبریالان بې روزګاره کړل شوي، او هغه د خپلو میډیا له ادارو اېستل شوي.''

د بی پولی خبریالانو نړي وال سازمان د پاکستان لپاره نماینده اقبال خټک وایي، د ۲۰۰۲ز کال راهیسې په پاکستان کې تر یو نیم سلو پورې خبریالان وژل شوي، په دغه وژنو کې ککړ یوه کس خلاف نه کارروايي شوې او نه سزا شوي نو په داسې حالاتو کې دلته ازاد صحافت کول ډېر ګران کار دی.

XS
SM
MD
LG