د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور کې احتساب عدالت د نواز شريف د جايدادونو ضبطولو او پلورلو امر کړی


د پاکستان د احتساب عدالتونو تر دې وړاندې هم دا ډول حکمونه جاري کړي چې پکې د نواز شریف د جایدادونو او شتمنیو د ضبطولو امر شوی.
د پاکستان د احتساب عدالتونو تر دې وړاندې هم دا ډول حکمونه جاري کړي چې پکې د نواز شریف د جایدادونو او شتمنیو د ضبطولو امر شوی.

په لاهور کې احتساب عدالت د مسلم لیګ (ن) ګوند د رهبر او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف د جایدادونو د ضبطولو امر کړی.

د اپرېل پر ۲۳مه عدالت په خپله پرېکړه کې ویلي، د جایدادونو د خرڅولو له لارې چې کومې پیسې تر لاسه شي هغه دې په قامي خزانه کې جمع کړل شي.

د عدالت قاضي سید اصغر علي شاه دا پرېکړه له هغې وروسته اعلان کړه چې د قامي احتساب بیورو لخوا ورته د شپږو مقدمو درخواستونه ورسپارل شوي وو چې د دغو درخواستونو په رڼا کې پر نواز شریف مقدمه روانه وه.

پخوانی وزیراعظم میا نواز شریف د ۲۰۱۹ کال د نومبر د میاشتې په ۱۹مه د ورپېښې ناروغۍ د علاج لپاره لندن ته لاړ او بیا بیرته پاکستان ته ستون نه شو. د لاهور د احتساب عدالت د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه نواز شریف اشتهاري وګرځولو.

د اپرېل پر ۲۳مه عدالت په خپلې پرېکړې کې ویلي، د جرمونو د مخنیوي قانون یا د کرېمېنل پروسېجر کوډ د ۸۰مې مادې له مخې په دې تړاو هغه ټول جایدادونه دې خرڅ کړل شي چې د احتساب بیورو څرګند کړي او نواز شریف یې دعوه نه ده کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف د جایدادونو ضبطولو امر کېږي. تر دې وړاندې په ۱۹۹۹ کال کې هم د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال د هغه د کورونو، شتمنیو او جایدادونو د ضبطولو امر شوی وو.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) ګوند غړي اختیار ولي د اپرېل پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، له بده مرغه حکومت د احتساب بیورو د نواز شریف خلاف استعمالوي خو د نوموړي په وینا یاده اداره بیا هم څه نه شي کولی.

هغه وړاندې وايي:

"تر دې وړاندې د جنرال پروېز مشرف غوندې امر چې جمهوریت یې تباه کړ، نواز شریف یې د ۲۱ کالو لپاره نا اهله ګرځولی و، د ۱۰ کلونو لپاره یې جلا وطن کړی و، جایدادونه یې ورته ضبط کړي وو خو هېڅ یې هم ونه کړای شول، نواز شریف چې بیرته وطن ته ستون شو نو بیا وزیراعظم شو."

بل پلو قامي احتساب بیورو تل هغه راپورونه رد کړې دي چې ګواکې هغوی د حکومت په اشاره د پاکستان د اپوزېشن سره د تړاو لرونکو مشرانو خلاف کارروايي کوي. د دغې ادارې مشر جسټس رېټایرډ جاوېد اقبال په وار وار ویلي چې هغوی د قانون او ایین له مخې پرېکړې کوي، د چا ګټه او تاوان په پام کې نه نیسي.

د لاهور د احتساب عدالت د رېکارډ له مخې نواز شریف د لاهور په محمد بخش ټېکسټایل یا نساجۍ فابرېکې، حدیبیه پیپر مېلز او اتفاق ټېکسټایل یا جامو جوړولو کارخانو کې چې کومې برخې لري، هغه دې خرڅې کړل شي او هغه پیسې دې په قامي خزانې کې جمع کړل شي.

په دې سربېره عدالت په لاهور کې د نواز شریف د یو کور او شېخو پوره کې د اتیا کناله ځمکې، په لاهور او اسلام اباد کې د نواز شریف د پنځو ګاډو او د لاهور پنځو بېنکونو کې د نواز شریف د پانګې د ضبطولو امر هم کړی دی.

نواز شریف په ۲۰۱۹ کال کې د علاج لپاره لندن ته لاړ او بیا وطن ته ستون نه شو.
نواز شریف په ۲۰۱۹ کال کې د علاج لپاره لندن ته لاړ او بیا وطن ته ستون نه شو.

د پاکستان د احتساب عدالتونو تر دې وړاندې هم دا ډول حکمونه جاري کړي چې پکې د نواز شریف د جایدادونو او شتمنیو د ضبطولو امر شوی خو پر دغو فیصلو کله هم عمل نه دی شوی ځکه چې د احتساب عدالت پرېکړه د پاکستان په نورو عدالتونو کې چېلنج کېدای شي او اکثره وخت هغوی د احتساب عدالت پرېکړې ځنډولې دي.

د مسلم لیګ (ن) ګوند یو مشر اختیار ولي وايي، د هغوی د ګوند د مشرانو ترمنځ سلا مشورې روانې دي چې د احتساب عدالت دا پرېکړه به د اپرېل پر ۲۶مه په لاهور هایکورټ کې چېلېنج کړي.

د پېښور هایکورټ وکیل سیف الله مخب د اپرېل پر ۲۴مه مشال راديو ته وویل، د نېب په ډېرو مقدمو کې د ملزم خلاف کره شواهد نه وي نو هایکورټ د احتساب عدالت پرېکړې ردوي. نوموړی وايي، اکثره وخت د نیب کیسونو کې د سیاستوالو خلاف د سیاسي نالګۍ له وجې پرېکړې شوې وي.

XS
SM
MD
LG