د جنوبي وزیرستان د کوټکي کلي اوسیدونکې حمیده نهه کلنه وه چې له کوره د باندې یې پښه په ښخ شوي ماین برابره شوه. هغه سخته ژوبله شوه او وروسته داکټرانو په روغتون کې پښه ورغوڅه کړه.
نوموړې خپله کیسه مشال راډیو ته وکړه:
"هېڅ نه یم پویه شوې چې څنګه پر ماین وروختمه؟ اوس راته دا تکلیف دی چې نه له کوره بهر وتلې شم او نه څه کولای شم. مور مې خیال ساتي خو چې مور مې مړه شي نو بیا به مې څوک خیال ساتي؟"
که څه هم حمیدې ته مصنوعي پښه ولګول شوه او له کورنۍ سره یې د حکومت لخوا څه نا څه مرسته هم وشوه خو د عمر په زیاتېدو سره نه یوازې د حمیدې د معذورۍ احساس په زیاتېدو دی بلکې د مصنوعي پښې تکلیف هم محسوسوي.
حمیده په ۲۰۱۸ز کال کې د دې پېښې ښکار شوې وه. په هم دغه کال کې د جنوبي وزیرستان یو شمېر ځوانانو د منظور پښتین په مشرۍ تر مځکې لاندې ښخو بمونو د پاکولو لپاره پر حکومت د فشار اچولو په غرض کمپاین هم پیل کړی و.
د جون پر څلورمه "د جارحیت ښکار بې ګناه ماشومانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي." ملګرو ملتونو په ۱۹۸۲ز کې د دې ورځې لمانځلو پریکړه وکړه چې مقصد یې د هغو ماشومانو تحفظ په هکله خپله ژمنتیا تکرارول دي چې په مسلح شخړو یا جګړو کې د جسماني، ذهني او احساساتي ځورونې ښکار شوې وي.
د پاکستان په قبایلي سیمو کې، په مختلفو وختونو کې، د وسله والو خلاف پوځي عملیاتو، په ډرون بریدونو، بمي او ماین چاودنو کې د نورو ترڅنګ ګڼ شمېر ماشومان هم وژل شوي، ټپیان او یا معذوره شوي دي.
د حمېدې پلار مصطفی مشال راډیو ته وویل، د لور بدني محرومي او نفسیاتي حالت یې نه یوازې هغه په تکلیف کړې بلکې ټوله کورنۍ هم ځوروي.
نوموړی وايي: " لورکۍ مې هلته بیزې څرولې. هلته کانټه تار نه و چې موږ خبر وای چې په دې علاقه کې ماینونه شته. چې یوه پښه دې نه وي، په ډانګورو باندې ځې نو دا خو یوه ډېره دردوونکې خبره ده. پښه مو ورته ولګوله خو هغه درد کوي."
په پاکستان کې د سسټېنېبل پيس اینډ ډېوېلپمنټ ارګنایزشن (پایداره امن او پرمختیا سازمان) په نوم د یوې غیرسرکاري ادارې مشر رضا شاه خان مشال راډیو ته وویل، په ټوله نړۍ کې چې چېرته هم مسلح شخړې وي، تر ټولو زیات پکې پر ماشومانو د هغې خراب اثرات پرېوځي چې نه یوازې جسماني بلکې نفسیاتي رغونې ته هم ضرورت لري.
په مځکه کې د ښخ ماین چاودنو زیاتره پېښې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې شوي دي.د قبایلي سیمو اوسېدونکي
نوموړی وايي: "یو د هغوی بدني نقصان دی، او بیا د هغوی بیا رغونه چې پکې ورته پښې ـ لاسونه لګول، په دې کې ډېرې مسلې دي. ځکه چې که د یو ماشوم لاس یا پښه ضایع شي نو له عمر سره د هغه د بدن اعضا غټېږي. نو دا لاس او پښې لګول ډېر ګران پرېوځي. نو په هغې کې دا لويه مسله ده چې ورته اعضا هم نه لګي، سکول هم پرېږدي. یوه غریبه معاشره ده او که په یو کور کې داسې یو ماشوم وي چې خدای مه که لاس یا پښه یې ضایع شي نو هغه د ټول عمر لپاره معذوره او یو بوج تصور کېږي. بیا داسې ماشومان چې مېندې ـ پلرونه یې په جنګ کې وژل شوي وي او ترې بېل شوي وي، نو د هغو یتیمانو ماشومانو نفسیاتي مسلې هم ډېرې وي."
د قبایلي سیمو اوسېدونکي له ډېرې مودې راهيسې له حکومته غوښتنه کوي چې تر ځمکې لاندې بمونو شنډولو لپاره دې اقدامات وکړي. دوی وايي، په مځکه کې د ښخ ماین چاودنو زیاتره پېښې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې شوي دي.
په پېښور کې د نفسیاتي مسلو ماهره ډاکټره سنبل ګیلاني وايي چې د جګړه ځپلو سیمو ماشومانو ذهني علاج لپاره هغه طریقې استعمالول ضروري دي چې هغوی ځان خوندي احساس کړي.
نوموړې وايي: " کله چې له ماشومانو سره داسې څه واقعه وشي چې هغوی ووېرېږي او یا یې ژوند ته څه خطره وي، نو دغه ماشومان وروسته په بیا بیا هغه وېره، تکلیف او خطره احساسوي. نو تر ټولو مخکې خو پکار ده چې کوم مشر وي، که مور ـ پلار وي، د صحت محکمې یا ولسي خېر ښېګړې محکمې څوک وي چې هغوی ته یو احساس ورکړي چې ته محفوظه یې. بل موږ په طریقې طریقې او مینې سره هغه ماشوم ته وایو چې ته هغه پېښه یاده کړه. نو چې کله هغه ماشوم وېرېږي، هغه وخت ورته موږ ووایو چې ته خو زموږ سره یې او خوندي یې. نو موږ ورته هغه تکلیف رسوونکی یاد اسانوو."
د "سټیلر اینډ رې" په نوم په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو لپاره د یوې غیر سرکاري ادارې چلوونکې ډاکټره رابعه نور وايي چې دوی په خپلو کوښښونو د جګړو ښکار ماشومان پخواني ژوند ته بیا ګرځولو لپاره کار کوي. خو حکومت ته هم پکار ده چې داسې ماشومانو ته توجه وکړي.
د لورکۍ بدني محرومۍ او نفسیاتي حالت نه یوازې هغه په تکلیف کړې بلکې زموږ ټوله کورنۍ هم ځوروي.مصطفی
نوموړې وايي: "ځينې ماشومان خو بېخي یوازې پاتې شوی وي. یو خو دې د دوی لپاره یو ځای وي چې څوک یوازې پاتې شوې وي، د هغوی لپاره یوه پناه ګاه وي. د هغوی نفسیاتي بیا رغونه وشي ځکه چې هغوی په ذهني توګه ډېر ځپل شوي وي. ډزې، جګړې یې لیدلي وي او کورونه یې پرېښې وي. د حکومت ذمه واري جوږېږي چې د داسې ماشومانو لپاره مرکزونه جوړ کړي او سم کسان ورته وټاکي څوک چې د دغو ماشومانو پوره خیال وساتل شي."
د خیبر پښتونخوا د سوشل ویلفیېر یا د ولسي خېر ښېګړې محکمې مشر نیاز محمد مشال راډیو ته وايي چې حکومت د ماشومانو د سهولت لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي چېرته چې د هغوی پوره خیال ساتل کېږي.
نوموړی وايي: "د لارو کوڅو ماشومانو لپاره مو "زموږ کور" په نوم یوه اداره جوړه کړې ده. په هغې کې موږ د هغوی د خوراک، اوسېدو او تعلیم ټول سهولتونه برابر کړي. له هغې علاوه د بیا رغونې مرکزونه هم لرو."
ملګري ملتونه پر خپله وېبپاڼه وايي چې د نړۍ په جنګ ځپلو سیمو کې د ماشومانو د حقونو خلاف ورزۍ زیاتې شوي دي. د ادارې په خبره د ماشومانو د ژوند او حقونو د خوندیتوب لپاره ډېرو ګامونو پورته کولو ته ضرورت دی.
ملګري ملتونه وايي، پکار ده چې د ماشومانو د حقونو د سرغړونو پوره احتساب وشي، د هغوی خلاف هر ډول تشدد بند کړل شي او راتلونکی یې خوندي کړل شي.