د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې دا مهال داسې بحثونه روان دي چې د هیواد لویې رسنۍ له پښتنو سره تړلې مسئلې او پېښې له پامه غورځوي.
په دې کې زیات بحث د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني صوبايي مشر عثمان کاکړ د جنازې او د بنو د جانيخېلو د احتجاج په اړه د پاکستان په لویو چینلونو کې د خبرونو او ویډګانو نه خپرېدو په اړه روان دی.
سیاستوال او څېړونکي افراسیاب خټک د جون پر ۲۴مه پر ټویټر ولیکل، د عثمان کاکړ په جنازه کې په سلګونو زرو خلکو ګډون کړی و خو د پاکستان ریاست او میډیا ورته هېڅ پام ونکړ.
دغسې لیکوالې او څېړونکې ماریا راشد د جون پر ۲۴مه پر ټویټر ولیکل چې د عثمان کاکړ په جنازه کې له یو لاک څخه زیاتو کسانو ګډون وکړ خو د پاکستان "مېن سټریم میډیا" یا لویو او مهمو رسنیو یې په اړه هېڅ ډول راپورونه جوړ نکړل او بیا هم ویل کېږي چې په پاکستان کې رسنۍ ازادې دي.
په بنو کې د ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته د مې پر ۳۱مه د پیل شوي احتجاج په اړه لیکوال افتخار فردوس پر ټویټر لیکلي چې د جانيخېلو په احتجاج کې ګڼ احتجاج کوونکي او پولیس زخمیان شول خو په اړه یې په لویو چېنلونو کې خاموشي ده.
دا چې د پاکستان لویې رسنۍ ولې داسې موضوعات له پامه غورځوي؟ خبریال او د "هم نیوز" چینل مشر محمد مالک د جون پر ۲۶مه مشال رېډيو ته وویل چې په خپلو خپرونو کې یې پخواني سېنېټر عثمان کاکړ ته څو وارې بلنه ورکړې او دغسې په پښتون مېشتو سیمو کې یې د احتجاجونو په اړه هم راپورونه جوړ کړي خو د وسایلو د کمي له وجې هره پېښه نشې رپوټ کولای.
هغه وايي:
"په یو وخت کې پر میډیا فشار و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه دې راپورونه جوړ نه کړي خو هغه هم اوس ختم شوی. د قبایلي ضلعو او بلوچستان په اړه خو کله هم پر موږ څه فشار نه دی اچول شوی او ولې به اچول کېږي؟ که فشار وای نو عثمان کاکړ به د لویو چینلونو په خپرونو کې نه کېناست. خو دا هم یوه بدقسمتي ده چې د یو تن سیاسي اثر څومره وي، مېن سټریم میډیا پرې هم هغسې خپل وخت لګوي. په پاکستان کې هر وخت دومره ډیرې مسئلې روانې وي چې د چا جنازو یا وړو پېښو ته دومره پام نه کېږي."
دغسې خبریال او د جیو ټیلي ویژن د کېپټل ټاک پخوانی کوربه حامد میر وايي چې رسنۍ د ریاستي ادارو د فشار له وجې پر هره موضوع خبر نشي جوړولی خو د دې هر څه ذمه وار یوازې رسنۍ او ریاستي ادارې نه دي. هغه وايي، د پاکستان د بېلا بېلو قامونو ترمنځ اتفاق نشته او مشران یې پر یوه دریځ نه یوځای کېږي نو ځکه د هغوی مسئلو ته میډیا هم سم پام نه کوي.
هغه وړاندې وايی:
"په پاکستان کې له تېرې څه مودې راهیسي د بېلا بېلو قامونو د خلکو د احتجاجونو او پېښو په اړه څه خاص راپورونه نه جوړېږي. عثمان کاکړ صېب د بلوچستان و او د دغې صوبې زیاتره سیمې داسې دي چې هلته خبریالانو ته د ورتګ اجازه نشته. ځینو ورځپاڼو د هغه د مرګ او جنازې په اړه خبرونه ورکړي وو خو زیات نه وو. دغسې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسو په اړه هم راپورونه نه جوړېږي. په لاهور کې د هغوی د جلسې په اړه د راپورونو جوړولو اجازه نه وه او موږ هغه مهال چیف جسټس ته خواست وکړ چې باید خبریالان منع نه کړل شي. مسئله یوازې د صحافت نه ده. د جانيخېلو احتجاج کوونکو سره که پښتون ملتپاله ګوندونه او ولس ملګري شول او دغسې د بېلا بېلو قامونو ترمنځ د مسئلو د هواري لپاره اتفاق پیدا شو نو په رسنیو به فشار راشي او بیا به یې په اړه خبرونه هم جوړېږي."
عثمان کاکړ تل د ميډیا د ازادی لپاره غږ پورته کړی و خو نن له بده مرغه دغه میډیا د هغه په مرګ خاموشه ده.خبریال مطیع الله جان
خبریال مطیع الله جان بیا وايي چې په میډیا د پښتنو او دغسې د نورو قامونو مسئلو ته د پام نه کولو لویه وجه بندیزونه او سنسرشپ دی. هغه زیاته کړه.
"په لویو رسنیو کې د ولس د زیاترو ستونزو په اړه د راپورونو نه جوړېدو تر شا لویه وجه سنسرشپ دی. یوازې د پښتنو نه بلکې د لادرکه کړل شوو کسانو مسئله، پر زمکو قبضه، د بحریه ټاون معامله او پښتون تحفظ مومنټ هم داسې موضوعات دي چې په اړه یې د خبرونو نه جوړولو فشار دی او هم د دې حالاتو او فشارونو له وجې بیا د عثمان کاکړ د جنازې په شان پېښې هم له پامه غورځول کېږي. عثمان کاکړ تل د ميډیا د ازادی لپاره غږ پورته کړی و خو نن له بده مرغه دغه میډیا د هغه په مرګ خاموشه ده."
بلخوا د پاکستان وزیراعظم عمران خان او نورو حکومتي چارواکو وخت په وخت دا ویلي چې په دې هېواد کې رسنۍ پوره خپلواکي لري.