د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن: عمران خان د خپل حکومت ژغورلو لپاره د بهرني خط پلمه جوړوي


د اپوزیشن ګوندونو مشران بلاول بوټو زرداري او شهباز شریف: انځور له ارشیفه
د اپوزیشن ګوندونو مشران بلاول بوټو زرداري او شهباز شریف: انځور له ارشیفه

د پاکستان د حکومت ځینو مخالفو ګوندونو د وزیراعظم عمران خان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د هغه د لرې کولو لپاره په کومه "بهرنۍ دسیسه" کې دوی هم لاس درلودلو.

وزیراعظم عمران خان د مارچ پر ۳۱مه، ملت ته په یوه تلویزوني وینا کې ویلي ول چې د "یوه هېواد" لخوا یې خط ترلاسه کړی چې پکې د وزیراعظمۍ له دندې څخه د هغه د لرې کېدو ذکر شوی دی.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان وايي، روسیې ته د هغه په وروستي سفر، ځيني بهر ملکي قوتونه خپه دي او د هغه حکومت ختمول غواړی. بل پلو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي، ولس به چا ته د دې خبرې اجازه هرګز ورنه کړي چې د عالمي سازشونو تر چتر لاندې د وزیر اعظم عمران خان حکومت ختم کړي.

خو د اپوزیشن ګوندونه بیا وايي، داهسې پلمې دي چې واکمن ګوند او مشران یې د خپل حکومت د بچ کولو لپاره کوي. په دې لړ کې د پاکستان پیپلز ګوند او مسلم لیګ نون ګوند مشرانو بلاول بوټو زرداري او شهباز شریف نظرونه مخې ته راغلي دي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اپریل په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم د فبرورۍ پر ۲۳مه روسیې ته له سفر وروسته د هغه د لرې کولو لپاره، د سازش خبره کوي خو پیپلز ګوند له دې سفره وړاندې، د هېواد اقتصادي حالت ته په کتو، د وزیراعظم خلاف هلې ځلې پیل کړې وې.

هغه وايي: "دا د خط چې کومې خبرې دي، دا د ولس د تېر ویستلو یوه هڅه ده. او دا ډیره خطرناکه لاره ده." نوموړی وايي، که وزیر اعظم ته دا پته وه چې پر ضد یې سازش کېږي نو بیا یې ولې دا خبره مخکې نه کوله.

بل پلو، د مسلم لیګ نون ګوند مشر شهباز شریف هم ویلي چې د وزیراعظم په وینا خط ورته د مارچ پر اوومه ترلاسه شوی و نو هغه ولي دومره وخت خاموشه و؟

اسلام اباد: اپوزيشن ګوندونو د حکومت پرضد ولسي غونډه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، د اپرېل پر درېیمه په قامي اسمبلۍ کې د نوموړي پرضد د عدم اعتماد یا نه باور پر تحریک رایې واچول شي خو وزیراعظم عمران خان ویلي چې استعفا نه ورکوي او تر اخره به د عدم اعتماد د تحریک مقابله کوي.

په پېښور کې مېشت یو شنونکی محمود جان بابر وايي، که د وزیر اعظم عمران خان خبره ومنل شي چې د مارچ پر اوومه نېټه یې داسې کوم خط تر لاسه کړی دی نو بیا له دومره ځنډ وروسته د عدم اعتماد د تحریک د وړاندې کېدو پر مهال، د دې خبرې پورته کول څوک څنګه منلی شي؟ نوموړی وايي، دا خبره واضحه ده چې د وزیر اعظم عمران خان حکومت په ستونزو کې راګېر دی او یوازې په دې خبره نه شي ژغورل کېدای.

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو د مارچ پر اتمه نېټه، په قامي اسمبلۍ کې، د وزیر اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک جمع کړی و او ټاکل شوې چې د اپریل په درېیمه نېټه به پر دې تحریک رایې واچول شي.

XS
SM
MD
LG