د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثنا الله: د مسجد نبوي بې احترامۍ ضد مقدمه کې ښايي عمران خان هم ونیول شي


د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په دې لړ کې د اپرېل پر ۳۰مه د پاکستان جیو ټیلیویژن ته وویل چې د شیخ رشید وراره، شیخ راشد شفیق چې په دې مقدمه کې نومول شوی وو، نیول شوی دی. (انځور: ارشیف)
د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په دې لړ کې د اپرېل پر ۳۰مه د پاکستان جیو ټیلیویژن ته وویل چې د شیخ رشید وراره، شیخ راشد شفیق چې په دې مقدمه کې نومول شوی وو، نیول شوی دی. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله وايي د مسجد نبوي د بې احترامۍ پرضد درج شوې مقدمه کې د نومول شویو کسانو پرضد به قانوني کاروايي کوي او امکان شته چې عمران خان هم پکې ګرفتار کړل شي.

مشال رېډیو د پولیسو د دغه مقدمې رپورټ ترلاسه کړی چې د اپریل په ۳۰ مه په فېصل اباد کې د محمد نعیم نومې تن لخوا درج شوی دی.

په دې مقدمه کې تور لګول شوی چې "عمران خان، فواد چودري، شہباز گل، ، قاسم سوري، شیخ رشید، شیخ راشد شفیق او د تحریک انصاف یو شمېر نورو مشرانو تر ۱۵۰ پورې کسان قصداً عمداً هڅولي وو چې په مسجد نبوي کې یې د پاکستاني سیاستوالانو پر ضد نعره بازي کړې او بد رد یې ویلي دي."

د رپورټ تر مخه د دې اقدام له وجې د مسجد نبوي د تقدس سپکاوی شوی او د خلکو مذهبي جذبات مجروح شوي دي.

د تحریک انصاف د غړو او مشرانو پرضد د درج شوې مقدمې ایف ای ار
د تحریک انصاف د غړو او مشرانو پرضد د درج شوې مقدمې ایف ای ار

سعودي عرب د حرمینو شریفینو پر سرکاري ټوېټر پاڼه په بیان کې راغلي چې د اپرېل پر ۲۸مه ماښام مهال په مسجد نبوي کې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د پلاوي پرضد ګڼو کسانو نعرې ووهلې.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په دې لړ کې د اپرېل پر ۳۰مه د پاکستان جیو ټیلیویژن ته وویل چې د شیخ رشید وراره، شیخ راشد شفیق چې په دې مقدمه کې نومول شوی وو تر عمرې ادا کولو وروسته د اپرېل پر ۳۰مه له سعودي عرب څخه د ستنېدو پر مهال اسلام اباد کې نیول شوی دی.

شېخ راشد شفیق د یادې پېښې پرمهال په مسجد نبوي کې موجود وو او هلته یې په یوه ویډیو کې ویلي وو چې د ده په وینا دا د عمران خان یوه بریا وه چې خلکو د وزیراعظم شهباز شریف او پلاوي پرضد نعرې ووهلې.

بلخوا د تحریک انصاف یو مشر فواد چودري د اپرېل ۳۰مې په شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی به د دې مقدمې عدالتي مقابله کوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او جیو نیوز ټېلېوېژن په اسلام اباد کې د سعودي عرب د سفارت د اطلاعاتو څانګې له خولې ویلي دي چې پولیسو د مسجد نبوي پېښې په تړاو یوشمېر مشکوک کسان نیولي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپل لومړي رسمي سفر د سعودي عرب د ولیعهد محمد بن سلمان په بلنه دې هیواد ته ورغلی وو.

شهباز شریف چې کله د خپل سفر په لومړۍ ورځ مسجد نبوي ته ورغلی وو نو دا پېښه رامنځ ته شوې وه. پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې کله شریف له وفاقي وزیرانو سره مسجد نبوي ته داخلېږي نو یوشمېر کسان یې پرضد نعرې وهي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوې مخکښې مشرې او د بشري حقونو د چارو پخوانۍ وزیرې شیرین مزارۍ په مسجد نبوي کې د وزیراعظم او د هغه د پلاوي پرضد د نعرو ویډیو پر ټوېټر شریکه کړې وه او ویلي یې ول چې هغه کسان یې د ګوند پلویان ول.

خو وروسته نوموړې ویډیو لیرې کړه او پر ټوېټر یې ولیکل چې په هغه ویډیو کې ځینې "نازېبا الفاظ" کارول شوي ول چې په "ځانګړي ډول د عبادت په ځای کې یې کارول مناسب نه ول."

مزارۍ پر ټوېټر په بیان کې د وزیراعظم په مشرۍ پلاوي ته په اشاره ویلي دي چې هغوی چې "چېرې هم ځي، پاکستانیان به یې شرموي."

شهباز شريف پر داسې وخت سعودي عرب ته تللی چې پاکستان له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

په پاکستان کې د اقتصادي چارو پوهان فکر کوي چې د شهباز شريف دا سفر ښايي له سعودي عرب څخه د مالي کومک ترلاسه کولو لپاره وي.

تر دې وړاندې د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ هم سعودي عرب دوه ځلې پاکستان ته د اقتصادي ستونزو د حلولو په خاطر پورونه ورکړي ول.

XS
SM
MD
LG