د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت: سېلابونو خیبر پښتونخوا کې د سلګونه سکولونو ودانۍ زیانمنې کړې دي


حکومت وايي، په لومړي پړاو کې یې له سېلابه بې کوره شویو لپار سرپناوې برابرې کړې او په دویم پړاو کې د سکولونو بیارغونې چارې پیلوي - د اګست ۲۹مې انځور.
حکومت وايي، په لومړي پړاو کې یې له سېلابه بې کوره شویو لپار سرپناوې برابرې کړې او په دویم پړاو کې د سکولونو بیارغونې چارې پیلوي - د اګست ۲۹مې انځور.

په خیبر پښتونخوا کې په سږني اوړي کې بارانونو او سېلابونو د ځاني او مالي تاوانونو ترڅنګ د سلګونه ښوونځیو ودانۍ زیانمنې کړې دي.

د مرستندویه، بحالۍ او بیارغونې چارو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټۍ مشر طفیل انجم وايي، وروستیو بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۱،۳۳۵ سکولونه په مکمله یا جزوي توګه ړنګ کړي.

ده د سېپټېمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته وویل، صوبايي حکومت د زده کوونکو د سبقونو لپاره متبادل انتظام کوي. "۱۶۸ سکولونه په مکمله توګه ویجاړ شوي دي او ۱،۱۶۷ سکولونو ته په جزوي توګه زیان رسېدلی دی. د زیانمنو سکولونو د زده کوونکو لپاره په سمدستي توګه [په] ځینو سیمو کې خیمې ورکړل شوې دي، او په ځینو سیمو کې به د تعلیم څانګه په کرایه ودانۍ نیسي. باقي به وزیراعلا د زیانمنو سکولونو د بیا جوړولو لپاره فنډ اعلانوي."

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د تعلیمي هلو ځلو لپاره د ځانګړې حکومتي ادارې فرنټییر اېجوکېشن فاونډېشن مرستیال مشر جاوېد اقبال وايي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د زیانمنو سکولونو په مکمله توګه بیارغونه به کلونه وخت ونیسي.

نوموړي د سېپټېمبر پر شپږمه له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې په بیړنیو حالاتو کې له وړاندې تیارې (پري فیبریکېټېډ) ودانۍ کارول کېږي. "حکومت له بېلابېلو نړیوالو مرستندویه ادارو سره په رابطه کې دی چې د ویجاړو شویو سکولونو د زده کوونکو لپاره په فوري توګه پري فېبریکېټېډ کمرې برابرې کړي. په دې لړ کې تر ټولو زیاتې هلې ځلې [د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو اداره] یونیسېف کوي چې د بېړنیو حالاتو لپاره د ملګرو ملتونو له بېلابېلو ادارو سره د رابطو [په] برابرولو کې هم له حکومت سره همکاري کوي."

اقبال داراز وویل چې په خیبر پښتونخوا کې ټول څه د پاسه ۳۳،۰۰۰ سکولونه دي.

حکومت وايي د ماشومانو د زده کړو لپاره متبادل نظام عملي کوي - پخوانی انځور
حکومت وايي د ماشومانو د زده کړو لپاره متبادل نظام عملي کوي - پخوانی انځور

اخوا د خیبر پښتونخوا د کارګرانو او کلتوري چارو وزیر شوکت علي یوسفزی وايي چې حکومت یوشمېر سیمو ته د تګ راتګ لارې بحالې کړي او هیله ده چې په متاثره سیمو کې به د ماشومانو د زدکړو عمل ډېر نه اغیزمنېږي.

نوموړي د سېپټېمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته وویل چې په سېلاب ځپلو سیمو کې حکومت په لومړیو ورځو کې د خلکو ژغورلو، هغوی ته دارو درملو او خوراکي توکو رسولو ته ترجېح ورکړې وه او په دویم پړاو کې به ژرترژره د تعلیمي ادارو د بحالولو هڅه کوي. "په دې سېلابونو کې لږترلږه ۶۰۰،۰۰۰ خلک بې کوره شوي دي. تر اوسه حکومت دوی ته خوراکي مواد، دارو او نور مرستندویه توکي رسولي دي. نو د دې لپاره موږ اول بندې لارې خلاصې کړې. په ځینو سیمو کې سړکونه هم سېلاب وړي ول، هلته مو د هېلېکاپټر په ذریعه مرستې رسولې دي. او د هغو سړکونو د بیا رغولو لپاره هم پلانېنګ کوو."

یوسفزي وویل، د حکومت د ابتدايي سروې له مخې، په خیبر پښتونخوا کې وروستیو بارانونو او سېلابونو په مجموعي توګه د څه پاسه ۱۰۰ اربه روپیو تاوان اړولی. د نوموړي په وینا، حکومت د صوبې ۱۳ ضلعې ناورین ځپلې ګرځولې دي.

دی زیاتوي چې په جزوي ډول زیانمنې شوې ودانۍ او مهمې لارې به ډېر ژر بیاورغوي خو د نورو ودانیو او انفراسټرکچر بیارغونې ته وخت په کار دی ځکه چې هغه ډېرو پیسو ته اړتیا لري.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG