د سوات خلک واييهيله لري چې د نړیوالو لخوا پاکستان سره د سېلاب ځپلو لپاره په اعلان شويو مالي مرستو کې ورته خپله برخه ورسيږي.
په پاکستان کې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په زیاته اندازه بارانونه شوي وو او ورپسې راغلو سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي ول. په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو ډير زیان سوات کې اوښتی وو. د حکومتي چارواکو په وینا، په سوات کې د تېر کال بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۹۲ کسان وژلي ول، سلګونه یې ژوبل کړي او زرګونه نور یې بېکوره کړي ول.
د سوات د بحرین سیمې پخواني ناظم ډاکټر شاه خان د جنورۍ په ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، نړیوالو له پاکستان سره په کافي اندازه د پیسو ژمنه کړېده خو درېغه که دغه مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي. نوموړی وايي: "پاکستان سره د ډېرو پیسو د مرستې ژمنه شوې، پکار ده چې له دغو پیسو ضرورت مندو کسانو ته برخه ورسېږي، خو نه رسېږي. تر دې وړاندې د زلزلو په مد کې هم نړیوالو له پاکستان سره ډېرې مرستې کړې وې خو هغه پیسې په انصاف سره خلکو ته نه وې رسېدلې."
د جنورۍ پر نهمه، په جینیوا کې، په لسګونه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د تېر کال له سېلابونو د بحالۍ لپاره له پاکستان سره د څه د پاسه نهه اربه ډالرو مرستو ژمنه کړې ده. په دې کې د اسلامي پرمختيايي بېنک (اسلامک ډیولپمنټ بېنک) لخوا څلور اعشاریه دوه او د اسیايي پرمختيايي بېنک له خوا یو ارب ډالر هم شامل دي چې په راتلونکو دریوو کلونو کې به پاکستان ته ورکول کېږي.
امریکا ویلي چې دوی به ۱۰۰ میلیونه ډالر نور ورکوي او اروپايي ټولنې ویلي چې دوی به هم د نویو مرستو په توګه پاکستان ته په لسګونه میلیونه ډالر ورکوي. دا ژمنې د جنورۍ پر نهمه په جېنېوا کې د شوې هغې غونډې پرمهال شوې دي چې د ملګرو ملتونو له خوا راجوړه شوې وه. د دې ځانګړې کنفرانس هدف دا وو چې د سېلاب ځپلي پاکستان لپاره مرستې راغونډې کړل شي چې هغوی د اقلیمي بدلون په لړ کې بدلونونه عملي کړای شي.
د پاکستان مرکزي حکومت تر دې دمه څه نه دي ویلي چې د سېلاب ځپلو لپاره چې کومې پیسې نړیوال پاکستان ته ورکوي، هغه به څنګه تقسیموي؟ خو د خیبر پښتونخوا حکومت له مرکزه غواړي چې دا مرستې دې د افتونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې پي ډي اېم ای په لاس ووېشل شي.
د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا د جنورۍ په نهمه په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې د تېر کال سېلابونو په یاده صوبه کې یو مېلیون خلک ځپلي ول. د نوموړي په وینا د هغو سېلاب خپلو د بحالۍ لپاره د ۲۳۷ مېلیونو ډالرو تخمینه لګول شوې وه.
خبریال او شنونکی لحاظ علي وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت تمه لري چې د جینیوا له مرستو خپله پوره برخه تر لاسه کړي. نوموړی وايي: "د خیبر پښتونخوا حکومت د اوسنیو سېلابونو نه وړاندې هم ترهګرۍ، زلزلو او نورو افتونو وخت په وخت ځپلی دی نو دوی به له مرکز نه تمه لري چې په کافي اندازه مرسته ورسره وشي."
په سوات کې د بحرین سیمه وروستیو سېلابونو ترټولو زیاته ځپلې وه. د بحرین پخوانی ناظم ډاکټر شاه خان وايي، د تحصیل بحرین اته یونین کونسلونه زیات زیانمن شوي دي، چیرته چې د هغه په وینا د خلکو کورونه، فصلونه او شتمنۍ له منځه تللې دي.