د لاسرسي ځای

تازه خبر

تانده ډیم کشتۍ ډوبېدو پېښه کې د مړو شمېر ۵۲ شو


د کوهاټ په تاندا ډېم کې دا کشتۍ د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۹مه) ډوبه شوې وه.
د کوهاټ په تاندا ډېم کې دا کشتۍ د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۹مه) ډوبه شوې وه.

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په تانده ډېم کې د کشتۍ ډوبېدو له کبله د مړو شمېر اوس ۵۲ ته رسېدلی دی.

د ژغورونکې ادارې ۱۱۲۲ د کوهاټ ضلعې وياند جواد خليل مشال راډیو ته وویل چې د مړو شمېره له هغه وروسته زیاته شوه چې نن (د جنورۍ پر ۳۱مه) ۲۱ نور مړي له ډېم څخه را وویستل شول. د نوموړي په وینا، تر اوسه یې ۵۶ تنه را وېستلي چې څلور پکې ژوندي دي او نور ټول مړه شوي دي.
جواد خليل زیاته کړه چې يو تن لا هم ورک دی او لټون یې روان دی.

د کوهاټ یو ځايي اوسیدونکي شاه محمود مشال راډیو ته د یادې پېښې په اړه وویل:

"په دې کشتۍ کې د مدرسې کم عمره لسګونه زده کوونکي سپاره وو چې عمرونه یې د څلورو او ۱۲ کلونوپه منځ کې وو. "

د کوهاټ تانده ډیم کې له ډوبې شوې کشتۍ ۳۰ جسدونه ویستل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:52 0:00

نوموړي مشال راډیو ته دا هم وویل چې د زامنو، وریرونو او تربورونو په ګډون یې د کور نهه ماشومان په دې پېښه کې ډوب شوي دي.

یو بل ځايي اوسیدونکي صابر اپریدي بیا مشال راډیو ته وویل، د خپلو او نورو ماشومانو لپاره په هدیزو کې قبرونه ویستل شوي او انتظار کېږي چې ژغورونکې ټیمونه به کله جسدونه له اوبو راوباسي او دوی به یې بیا خاورو ته سپاري.

د کوهاټ په تاندا ډېم کې دا کشتۍ د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۹مه) ډوبه شوې وه. په ډوبو شویو کې زیاتره د یوې دیني مدرسې هغه زده کوونکي دي چې د سېل لپاره هلته ورغلي وو.

په بیړنيو حالاتو کې د ژغورنې د کارونو کوونکې ادارې،‌ ریسکيو ۱۱۲۲ وياند بلال فيضي د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته ویلي وو چې تاندا ډېم ډير لوی دی نو ځکه د ټولو خلکو را ويستل ډير وخت اخلي خو په خبره یې چې د ډوبو شويو کسانو د ويستلو هڅې روانې دي.

د کوهاټ د پوليسو يو چارواکي عبدالروف بیا د جنورۍ پر ۳۰مه مشال راډيو ته ويلي‌ وو چې ډوب شوي ټول، د ميرباز خيل مدرسې زده کوونکي ماشومان وو. د هغه په وينا د مدرسې زده کونکي دغه سيمي ته د سېل لپاره ورغلي ول.

د مدرسې مهتمم وايي، تانده ډیم ته د سیل لپاره هغه ماشومان بیول شوي ول چې د قران پاک حفظ یې بشپړ کړی وو.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په بېلا بېلو ځایونو کې د کښتیو ډوبېدو ګڼ شمېر خلک وژلي وو.

د ۲۰۲۲م کال په اګست کې هم په سيند صوبه کې د سيلاب ځپلو د ژغورلو پر مهال د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي وو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG