د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړې کړې


د پاکستان حکومت د جنورۍ له پای راهیسې د تېلو بیې دوه ځلې لوړې کړې دي - پخوانی انځور.
د پاکستان حکومت د جنورۍ له پای راهیسې د تېلو بیې دوه ځلې لوړې کړې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان وفاقي حکومت د فبرورۍ له ۱۶مې څخه په هېواد کې د پېټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو بیې لوړې کړې دي.

اسلام اباد د تېلو بیې پر داسې مهال لوړې کړې دي چې د فبرورۍ پر ۱۵مه یې اضافي بودیجه وړاندې کړه چې موخه یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له سپارښتنو سره سم، د ۱۷۰ اربه روپیو نوې مالیې لګول دي. حکومت د دې ډول اقداماتو له لارې د ای اېم اېف د پورونو پروګرام د بحالۍ هڅه کوي.

د پاکستان د مالیې وزارت د فبرورۍ پر ۱۵مه شپې مهال پر رسمي ټوېټر پاڼه ولیکل چې د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۲ روپۍ، د ډیزلو ۱۷ روپۍ، د خاورو تېلو ۱۲ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۰ روپۍ لوړوي.

له تازه اقدام سره د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۷۲ روپۍ، د ډیزلو ۲۸۰ او د خارو تېلو هغه ۲۰۲ روپۍ ته لوړه شوې ده.

دا د یوې میاشتې په موده کې دویم ځل دی چې د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړوي. په هغه هېواد کې تر دې مخکې د جنورۍ له ۳۰مې نېټې څخه د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو بیه ۳۵، ۳۵ روپۍ او د خاورو تېلو هغه ۱۸ روپۍ زیاته شوې وه.

د جنورۍ په پای کې د تېلو بیو تر لوړېدو وروسته په پاکستان کې په پمپونو کې د تېلو کمښت پیدا شوی وو.

د فبرورۍ تر لومړۍ اوونۍ وروسته په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې یوشمېر ټرانسپورټرانو مشال راډیو ته ويلي ول چې په ځینو پمپونو کې خو پېټرول او ډیزل له اصلي قیمته په دوه چنده لوړ نرخ یعنې شاوخوا ۵۰۰ روپۍ في لیټر خرڅېدل.

د پاکستان د تېلو د ټانکرو ټولنې یو مشر خانزاده مسید ویلي ول چې د پېټرولو پمپونو مالکان تېل زېرمه کوي چې له کبله یې مصنوعي کمښت او بحران زېږېدلی دی. خو د پمپونو مالکانو ویلي ول چې د پخوا په څېر له اړتیا سره سم پېټرول او ډیزل نه ورکول کېږي چې له کبله یې ستونزې پیدا شوې دي.

اخوا د پاکستان د تېلو چارو ریاستي یا د مملکت وزیر مصدق ملک د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې حکومت يې د راتلونکو ۲۹ ورځو ډيزل او ۲۰ ورځو پېټرول لري او دا چې په هېواد کې د تېلو کمښت مصنوعي دی.

مصدق ملک تر دې وړاندې د فبرورۍ پر اوومه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ويلي ول چې د پاکستان د اقتصادي او مالي ستونزو د هواري لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره مذاکرات د تېلو د بیو له لوړېدو سره تړاو نه لري.

اضافي بودیجه او د پاکستان اقتصاد

د پاکستان وفاقي کابینې د فبرورۍ پر ۱۵مه د ۱۷۰ اربه روپیو اضافي بودیجه منظوره کړه او بیا یې قامي اسمبلۍ او تر هغې وروسته یې سېنېټ ته وړاندې کړه.

د مالیې وزیر اسحاق ډار قامي اسمبلۍ ته وویل چې په قانوني مسوده کې یې د خوراک او څښاک پر توکو، سېګرېټو، د الوتکو پر ټېکېټونو، ګاډو او د سینګار او عیش یا تجمل پر شیانو د مالیو لوړولو وړاندیز کړی دی.

په پاکستان کې مالي کال د جولای له لومړۍ پیلېږي او د جون تر پایه روان وي. حکومت عموماً په مې یا جون کې د نوي مالي کال بودیجه وړاندې کوي خو په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي مشکلاتو له کبله تر وخت مخکې اضافي بودیجې هم منظورې کړې دي چې له لارې یې نورې مالیې لګولې دي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

د پاکستان دولتي بانک د فبرورۍ پر دویمه په یوه بیان کې وویل چې ورسره د بهرنیو پیسو زېرمې د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د څه باندې درې اربه امریکايي ډالرو کچ ته ښکته شوې دي. اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي.

د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG