د لاسرسي ځای

تازه خبر

ريچرډ بېنيټ: افغان ښځو سره د طالبانو چلند د زغم وړ نه دی، سمدستي دې بدل شي


ريچرډ بېنيټ په جينيوا کې د خپل راپور وړاندې کول په حال کې
ريچرډ بېنيټ په جينيوا کې د خپل راپور وړاندې کول په حال کې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ويلي چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو کړنې د بشريت ضد جنايتونو سره انډولې بلل کېدای شي.

د مارچ پر شپږمه، د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنیټ په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان په اړه خپل دويم راپور وړاندې کړ. هغه په دې راپور کې ويلي چې طالبانو په يوه او بله پلمه د ښځو په وړاندې تعصبي کړنو او توپيري چلند ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې د ۲۰۲۲ز کال د جولای له مياشتې ترډېسېمبر پورې پېښې راخیستل شوې او د طالبانو پر حکومت نيوکې شوې چې په قصدي ډول یې د بشري حقونو او په ځانګړې ډول د ښځو حقونو تروړول جاري ساتلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو. دوی تر هغه وروسته په افغانستان کې خپل حکومت جوړ کړی چې نړيوالو په رسمیت نه دی پيژندلی.

طالبانو د خپل حکومت له پيل راهیسې پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي‌دي. له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعليم اجازه نشته، په غيرسرکاري ادارو کې ښځې کار ته نه پرېښودل کيږي او پر ښځو یې مخ پټول جبري کړي دي. طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دې راپور په ځواب کې څه نه دې ويلي‌خو دريځ لري چې کړنې یې د "شريعت" په چوکاټ‌کې دي. البته دوی دا چوکاټ نه دی تشریح کړی او په دې لړ کې یې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ديني عالمانو او اسلامي ادارو سپارښتنې هم نه دې منلې.

د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په دې راپور کې پر رسنيو د طالبانو بنديزونه هم غندل شوي دي.‌ په راپور کې ويل شوي چې خبريالان په زیاتېدونکې توګه د څارنې، وېرې، ګواښونو، تشدد او نيولو سره مخامخ دي.

په راپور کې وړاندې ويل شوي دي: "د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې، د رسنیو د ازادۍ په وړاندې د سرغړونو ۲۴۵ قضیې ثبت شوې دي، چې (له څو ساعتونو تر میاشتو پورې) د توقیف، بدني تاوتریخوالی، ناسم چلند، او شکنجې ۱۳۰ قضیې پکې شاملې دي. د ۲۰۲۲ په اګست کې، چارواکو د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون بېرته فعال کړ. که څه هم دا په سم لوري یو ګام دی، خو ځانګړی راپور ورکوونکی یې د خپلواکۍ، رسیدګۍ، او ترکیب په اړه جدي اندېښنه لري. په ځانګړې توګه د حاکمو چارواکو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین له دې اعلان سره چې ويل یې وو، په کمېسیون کې د ښځو استازیتوب ته هیڅ اړتیا نشته."

ريچرډ بېنيټ په خپل راپور کې ويلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید طالبانو ته دا واضح پیغام ورکړي چې له ښځو او نجونو سره روان ناوړه چلند د زغم وړ نه دی او د دین په ګډون له هېڅ اړخه توجیه نه لري. هغه زیاته کړې ده چې له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې په خاطر حساب کتاب کېدای شي.

ريچرډ بېنيټ د راپور په پای کې ويلي‌ چې د طالبانو حکومت بايد دغه سپارښتنې عملي کړي:

  • د جنسیتي تعقیب په څېر سلوک پای ته ورسوي، د ښځو او سړیو، نجونو او هلکانو مساوات تصدیق کړی او له تبعیض پرته، د افغانستان له خوا د تصویب شوو د بشرحقونو نړیوالو سندونو سره سم، ټول اساسي بشري حقونه اعاده کړي.
  • په سملاسي توګه پر ټولو کچو او په ټولو دورو کې د ښځو او نجونو لپاره مساوي زده کړو ته مساوي لاسرسی بېرته اعاده کړي.
  • ډاډ ورکړي چې ښځو ته په قضا، د حکومت رهبرۍ او کمیسیونونو کې استازیتوب ورکړل شوی دی، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لپاره ځانګړې محکمې، پولیس او حمایوي قطعات بېرته فعال شوي دي، له تاوتریخوالي څخه د تښتیدونکو ښځو او ماشومانو لپاره د سرپناوو ملاتړ وکړي، او په سملاسي توګه په نادولتي مؤسسو او نورو ادارو کې د ښځو د کار کولو حقو اعاده کړي.
  • ټولې هلې ځلې ترسره کړي چې روان اقتصادي بحران ته ځواب ووايي او نړیواله مرسته او همکاري ترلاسه کړي، چې موخه یې د هیواد د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د اقتصادي، ټولنیزو، کلتوري حقونو تر نړیوال کنوانسیون لاندې، د مکلفیتونو بشپړول وي، چې لاندې طریقې هم په کې شاملې دي.

۱. د داسې ګامونو اخیستل چې د کنګل شوو شتمنیو د خوشې کولو او د بانکوالۍ د کنګل شوي سیستم د اعاده کولو لپاره شرایط پوره کړي.

۲. په بشري فعالیتونو کې له مداخلې ډډه کول او بشردوستانه کارونو، په ځانګړې توګه ښځینه کارکوونکو ته د خوندیتوب، امنیت او بې خنډه لاسرسي تضمینول چې ګډون یې مهم دی.

اړوند

XS
SM
MD
LG