د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست سپېرې ولسوالۍ وزیرستاني کډوال د مرستو ترلاسه کولو کې اساني غواړي


په خوست کې یوشمېر وزیرستاني کډوال د نغدي او نورو مرستو ترلاسه کولو لپاره د انتظار پر مهال - پخوانی انځور.
په خوست کې یوشمېر وزیرستاني کډوال د نغدي او نورو مرستو ترلاسه کولو لپاره د انتظار پر مهال - پخوانی انځور.

د خوست سپېرې ولسوالۍ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، د مياشتنيو مرستو په ترلاسه کولو کې ستونزې لري.

یوشمېر کډوالو د مارچ پر ۱۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې بېلابېلې نړیوالې او ناحکومتي ادارې ورته په خوست ښار او یا په تڼیو ولسوالۍ کې مرستې ورکوي، چې تر هغه ځایه تګ راتګ او کرایې ورکول ورته ګران تمامېږي.

د یادې سیمې اوسېدونکي موسا دین وويل چې دوی ته بايد مرستې سپېرې ولسوالۍ ته وروړل شي ځکه چې په خبره یې اقتصاد یې دومره ښه نه دی چې د خوست مرکز یا بلې ولسوالۍ ته پسې ورشي.

د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د پاکستاني پوځ د ضرب عضب د عملیاتو له کبله د هغوی زرګونه کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم واوښتې، چې یوشمېر يې د پاکستان د حکومت په څو پړاونو کې بېرته ستنې کړې دي خو لا هم په سلګونو نورې په خوست کې پاتې دي.

د وزیرستانیو کډوالو یو مشر ملک مالي خان مشال راډيو ته وويل چې په تېر ژمي کې ۱،۲۰۰ کورنۍ له نغدو مرستو پاتې شوې وې.

دی وايي، د هغو کورنیو د غړو نوملیکنه وشوه خو اوس دوه میاشتې کېږي چې مرستې نه دي وررسېدلې. "که پاتې کسانو ته پیسې ور نه کړل شي، نو مجبوره يو د کډوالو ادارې د دفتر مخې ته احتجاجي پرلت ووهو."

په خوست کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو ریاست چارواکي د وزیرستانیو کډوالو ستونزې مني او وايي، دا مسلې يې له مرستندویه بنسټونو سره "په مکرر ډول" شریکې کړې دي.

د خوست د کډوالو چارو رییس مولوي احمد احمدي مشال راډيو ته وويل دا ستونزه يې د خوړو له نړیوال پروګرام سره شریکه کړې، خو هغوی په سپېره کې د وزیرستانیو کډوالو شمېر لږ بولي او وايي خلک باید خپلې مرستې له مرکز، تڼیو یا د ګربزو له ګلان کیمپه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG