د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: تورخم په غره کې د کمر نړېدو پېښه کې د ټولو وژل شويو مړي ايستل شوي


د کمر نړېدو پېښه د اپرېل پر ۱۸مه شوې وه. پخوانی انځور
د کمر نړېدو پېښه د اپرېل پر ۱۸مه شوې وه. پخوانی انځور

چارواکي وايي، د تورخم په غره د کمر نړېدو په پېښه کې د وژل شويو ټولو کسانو مړي او د ګاډو ملبه يې راايستلې ده.

د ضلعې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو-۱۱۲۲) ویاند مقصود عالم نن (اپرېل ۲۴مه) مشال راډيو ته ویلي چې د تېرو پینځو ورځو په عملیاتو کې يې د اتو کسانو مړي او د شاوخوا ۲۵ ګاډو ټکړې راايستلي دي.

هغه زیاته کړه:"د ژوغورنې عملیات سر ته رسېدلي دي او دا مهال د رسد او تعیمراتي کارونو قامي ادارې (نیشنل لاجسټک سېل یا اېن اېل سي) د سړک پاکولو کار پیل کړی دی او که چېرته د کوم بل مړي یا د ګاډو د ټکړو معلومات وشو نو بیا به ورشو."

مقصود عالم وويل چې تراوسه کومې بلې کورنۍ ورته نه ده راغلې چې ويلي يې وي چې کوم کس يې تر ملبې لاندې دی.

تورخم کې لسګونه کارکوونکي تر کمر نړېدو وروسته د ژغورنې عملیات کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

د دې ترڅنګ د اپرېل پر ۲۴مه د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې(پی ډی اېم دې) چارواکيو هم د پېښې د ځای کتنه کړې ده چې هدف يې د شويو زیانونو بشپړ تفصیل راټول دي.

وياند زیاته کړه چې د ځمکپوهنې ادارې چارواکي هم د پېښې ځای ته ورغلي چې د ځای جاج واخلي او وروسته د پېښې پر لاملونو رپورټ چمتو کړي.

په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په انتظار ولاړو ګاډو باندې د کمر نړېدو پېښه د اپرېل پر ۱۸مه شوې وه.

په تورخم کې سوداګرو او ټرانسپورټرانو مشال راډیو ته وویل چې د اېن اېل سي کارکوونکو د سړک پراخولو لپاره د بارودي موادو چاودنې کړې وې او د غره د تراشلو عمل روان وو چې تر هغې وروسته کمر ونړېد.

یو افغان ټرانسپورټر محمد نور احمد زي د اپرېل پر ۲۲مه مشال راډيو ته ويلي ول چې په کار وه چې چارواکو د تعمیراتي چارو پر وخت احتیاطي تدابیر اخیستي وای او پر هغه سړک یې ګاډو ته د درېدو اجازه نه وای ورکړې.

هغه زیاته کړې وه چې د پاکستان د امدنۍ یا ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) د ګمرک چارواکي او تر تورخم هغې خوا ته چارواکي هم ملامته دي چې پر وخت د مال وړونکو ګاډو اسناد نه خلاصوي چې له کبله یې هلته لارۍ تر ورځو، ورځو ولاړې وي.

اېن اېل سي لا د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو د لواړګي انتظامي مشر ارشاد مومند هغه پېښه د یو "قدرتي افت" په نوم یادوي او زیاتوي، "په تېره میاشت کې زلزلې شوي او باران هم شوي دي، بل دا چې دلته تعمیراتي کارونه روان دي او د سړکونو پراخولو لپاره د بارودو چاودنې هم شوې دي نو دا ټول د پېښې وجوهات کېدای شي.

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ تر ټولو مهم ځای دی چې هره ورځ ورباندې زرګونه کسان سفر کوي.

XS
SM
MD
LG