د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اپرېل پر ۲۷مه نېټه له قامي اسمبلۍ څخه باور ترلاسه کړی.
د سپیکر راجه پروېز اشرف په مشرۍ غونډه کې پر شهباز شریف د باور پرېکړه ليک د پيپلز پارټۍ مشر او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وړاندې کړ چې په حق کې يې ۱۸۰ غړی په خپلو څوکيو ولاړ شول.
دا له هغه وروسته ده چې څو ورځې له مخه د پاکستان رسنيو د سرچينو له قوله ويلي ول چې شهباز شریف له قامي اسمبلۍ څخه د باور رايې ترلاسه کولو فیصله کړې ده. خو هغه مهال د اپرېل پر ۲۴مه د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مریم اورنګزیب په کلکه دا راپورونه رد کړل.
شهباز شريف له هغې وروسته د قامي اسمبلۍ اعتماد ترلاسه کړی چې کله قامي اسمبلۍ د خيبر پښتونخوا او پنجاب د ټاکنو لپاره د انتخاباتو کمېشن ته د ۲۱ اربه روپيو ورکولو په اړه حکومتي بېل رد کړ.
حکومت ته د دې پيسو د ورکړې حکم د سپریم کورټ د چیف جسټس په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ ورکړی وو. د بېل تر ردېدو وروسته د اپرېل پر ۱۹مه نېټه جرګګۍ د پاکستان د دفاع وزارت هغه اپيل رد کړ چې پکې خراب امنيت له امله د انتخاباتو ځنډولو غوښتنه شوې وه.
عدالت ويلي ول چې وزیراعظم باید په هرحال کې د قامي اسمبلۍ باور ولري. پوهان فکر کوي چې ښايي شهباز شريف د عدالت د دې څرګندونو په رڼا کې له اسمبلۍ څخه اعتماد ترلاسه کړی وي.
وزیراعظم د باور ترلاسه کولو وروسته اسمبلۍ ته د وينا پر مهال وويل:"نن اسمبلۍ خپله فیصله واوروله او داسې نه شي کېدلی چې پارلېمان قانون جوړ کړي او عدالت يې وځنډوي."
د نوموړي اشاره د پارلېمان له خوا د چیف جسټس د سوموټو يا له خپله تړخه د اقدام واک محدودلو بېل منظورولو ته وه.
د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنېټ د سپریم کورټ د اقداماتو او د چارو د بهیرونو (پرېکټېس اېنډ پروسيجر بېل ۲۰۲۳ز) په نوم قانوني مسوده د مارچ پر ۲۸مه منظوره کړې وه خو چې کله ولسمشر علوي له لاسليکولو پرته بېرته حکومت ته ولېږدوله نو د پارلېمان دواړو جرګو قامي اسمبلۍ او سېنېټ په ګډه غونډه کې د دویم ځل لپاره منظوره کړه او بيا يې د لاسليک لپاره ولسمشر ته واستوله.
هغه بېل د سپریم کورټ له چیف جسټس څخه د سو موټو نوټس یا له خپله اړخه د اقدام کولو حق اخلي او دا واک د هغه په ګډون درو ججانو ته ورکوي.
پر دې موضوع د اېتلافي حکومت او چيف جسټس عطا بنديال ترمینځ اختلافات تر هغه وروسته زیات شول چې نوموړي په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتو په اړه له خپلې خوا اقدام وکړ او بیا یې په پنجاب کې د مۍ پر ۱۴مه د صوبایي انتخاباتو امر وکړ. تر دې وړاندې د انتخاباتو کمېشن د صوبایي انتخاباتو لپاره د اکتوبر اتمه نېټه اعلان کړې وه.
چیف جسټس عمر عطا بنديال د اپرېل پر ۱۳مه نېټه د مسودې پرضد د درخواستونو د اورېدنې پر مهال امر وکړ چې که ولسمشر هغه بېل لاسلیک هم کړي، نه دې عملي کېږي. نوموړي هغه حکومتي مسوده د عدلیې په ازادۍ کې مخامخ مداخله وبلله.
هغه مهال عمر عطا بنديال حکومت او اپوزيشن تحریک انصاف ته ويلي ول چې د اپرېل تر ۲۶مې پورې دې د خبرو اترو له لارې د ټاکنو مسله حل کړي.
د سپريم کورت جرګګۍ نن (اپرېل ۲۷مه) د پنجاب انتخاتو په اړه اورېدنې پر مهال وويل چې عدالت نه شي کولی چې حکومت له اپوزیشن سره خبرو اترو ته مجبوره کړي.
په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د انتخاباتو د نېټې پر سر ناندرۍ روانې دي. په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.
د پاکستان مرکزي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې انتخابات د خراب اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله نه شي کېدلای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.