د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاړه چینار کې د بجلۍ کمښت پرضد مظاهره شوې ده


د بجلۍ د وېش اداره وايي، له میټرونو لګولو پرته هېچا ته برېښنا نه ورکوي - پخوانی انځور.
د بجلۍ د وېش اداره وايي، له میټرونو لګولو پرته هېچا ته برېښنا نه ورکوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د کورمې په پاړه چینار کې د شینۍ سیمې لسګونه اوسېدونکو د بجلۍ لوډشیډنګ او کمښت پر ضد مظاهره کړې.

هغوی د مې پر درېیمه د احتجاج په توګه تر څه وخته د ټل ـ پاړه چینار لار تړلې وه او د بجلۍ وېش ادارې پر ضد یې نعرې وهلې.

یوشمېر مظاهرچیانو مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې یې برېښنا له پخوا راهیسې کمه وه خو تر روژې وروسته د بجلۍ پارچاو (لوډشیډنګ) بیخي زیات شوی دی.

معین حسین وايي، له کله راهیسې چې بجلي د پاړه چینار ښار لپاره له ځانګړي ترسیلي نظامه جلا شوې او له کلیوالو علاقو سره وصل شوې نو ستونزه لا لویه شوې ده.

هغه وویل، په کورمه کې یوازې د شینۍ نه بلکې د پاړه چینار، سدې، عليزیو او بګن په ګډون د نور کلیوالو سیمو برېښنا هم کمه ده چې له کبله یې د خلکو ژوند ګران شوی دی.

په پاکستان کې او په ځانګړې توګه، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې خلک وخت په وخت د بجلۍ کمښت پرضد احتجاجونه کوي.

هغه هېواد د تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د انرژۍ د کمښت سره مخامخ دی او په اوړي کې د بجلۍ او په ژمي کې د ګیسو بحران لا ژورېږي.

د پاړه چینار دوکاندارانو د بجلۍ لوډشېډنګ پر ضد مظاهره کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

د کورمې د خوار کلي ملک نیاز بادشاه وایي، که بجلي یې سمه نه شوه نو پر ضد به یې پراخ احتجاج پیل کړي.

په قبایلي ضلعو کې د برېښنا د وېش ادارې (ټېسکو) یو چارواکي انجینر عبدالماجد د مې پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د سیمې خلکو د بجلۍ میټرې نه دي لګولي نو ځکه ورته بې له پیسو بجلي نه شي ورکولای. ''که څوک غواړي چې بجلي یې ښه شي نو میټرې دې ولګوي ځکه چې مفته بجلي نه شو ورکولی.''

عبدالماجد وویل، حکومت په روژه کې خلکو ته د ورځې څلور ساعتونو لپاره د برېښنا ورکولو رعایت ورکړی وو خو اوس ټېسکو له درو ساعتونو څخه زیاته بجلي نه شي ورکولای.

هغه زیاته کړه چې په برېښناکوټ (ګرېډ سټېشن) کې د شینۍ اوسېدونکو لپاره د ترسیل پر ځانګړي نظام (فیډر) بار (بوج) زیات دی چې د ښار پر ترسیلي نظام یې نه شي اچولی.

حکومت دا مهال په قبایلي ضلعو کې خلکو ته په ۲۴ ساعتونو کې درې ساعته بجلي ورکوي خو اوسېدونکي یې وایي، حکومت دې هومره برېښنا ورکړي چې په خیبر پښتونخوا تر ورګډېو مخکې یې ورکوله.

قبایلي ضلعې په ۲۰۱۸ز کال کې په ایین کې د ترمیم له لارې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، حکومت ورته پخوا د یوه ټاکلي بېل یا پیسو په بدل کې په ۲۴ ساعتونو کې اته ګېنټې بجلي ورکوله او هغو سیمو چې پکې میټرونه نه ول لګېدلي، به څلور ساعته برېښنه ترلاسه کوله.

خو ټېسکو وايي، د برېښنا پیداوار خورا زیات لګښت لري او بې له میټرونو او پوره بېل ورکولو هېچا ته بجلي نه شي ورکولای.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG