د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د سرکاري ادارو پر خدماتو د څار دفتر کار پیل کړی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا په په خیبر کې د سرکاري ادارو پر خدماتو د څار دفتر (رایټ ټو پبلک سروسز کمېشن) کار پیل کړی.

په یاده ضلع کې د نوي جوړ شوي هغه سازمان افسر تاشفین اسرار وايي، کمېشن په ضلع کې ولسي خدمات ورکوونکیو ادارو څارنه کوي او په دې نظر ساتي چې هغه ادارې په شفافه توګه، په ټاکلي وخت او کره والي سره خلکو ته کار کوي او که نه؟

هغه د جون پر دویمه مشال راډیو ته وویل، که ولسي وګړي د خپلو اسنادونو او یا د نورو خدماتو په لړ کې د چارواکو له خوا ځورول کېږي، پېسې ترې غوښتل کیږي او یا ورته یوه او بله بهانه کېږي نو ولس خپل شکایتونه سازمان ته کولی شي او بیا دوی د هغو چارواکو پر ضد کاروایي کوي.

اسرار وړاندې وویل: ''د مثال په توګه ډومیسایل سرټیفیکېټ جوړولو لپاره ۱۰ ورځې مقرر شوي او پکار ده چې په دې ورځو کې دننه خلکو ته دا سند ورکړل شي، که داسې نه کیږي نو ولس کمېشن ته شکایت کولی شي.''

په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د هغه وخت صوبایی حکومت د خیبر پښتونخوا په بندوبستي ضلعو کې د رایټ ټو پبلک سروس کمیشن ایکټ لپاره قانون منظور کړی وو. په ۲۰۱۸ز کال کې قبایل پر خیبر پښتونخوا تر ورګډولو وروسته دا قانون هغو ضلعو ته هم وغځید.

تاشفین اسرار وایي چې هغه کمېشن د ولسي خدماتو د نېږدې ۸۰ ادارو څارنه کوي. ''موږ په ریونیوریکارډ، د پولیسو لخوا د اېف ایي ار نه درجولو ، د ځنګلاتو محکمه، ایکسایز اینډ ټیکسیشن، د بلدیاتو په محکمه باندې نظر ساتو چې ولس ته په وخت کارونه کوي او که نه؟ دا شان که د پیدایش سرټیفیکېټ، د مرګ سند، نکاح نامې یا نورو سندونو جوړولو کې ځنډ یا مشکلات پېښېږي نو درخواست کوونکی زمونږ سره رابطه کولی شي.''

د باړې ویلج کونسلر جاوید خان اپریدی وایي چې د خیبر خلک وار له مخه د اسنادو جوړولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او د هغه دفتر د جوړېدو سره به یې ستونزې کمې شي.''ولس د مختلفو اسنادو جوړولو په وخت اوس هم له یو شمېر کړاونو تېرېږي. ډومیسایل او وسلې لایسنس جوړول دوه او درې میاشتې وخت اخلي. پکار ده د ولس مشکلات کم شي.''

XS
SM
MD
LG