د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدخشان چاودنه کې د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض راپورونه دي


په بدخشان کې خلک په امبولانس کې د خپلوانو مړي خپلو کورونو ته د لېږدولو پر مهال - د جون اتمې انځور.
په بدخشان کې خلک په امبولانس کې د خپلوانو مړي خپلو کورونو ته د لېږدولو پر مهال - د جون اتمې انځور.

د افغانستان په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د سرپرست والي نثار احمد احمدي د فاتحې پر مهال په چاودنه کې د مرګژوبلې شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه دي.

په سیمه کې یوې سرچینې د جون اتمې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې د فیض اباد په جومات کې د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۱۹ ته رسېدلی او ۳۸ تنه ژوبل دي.

خو په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتي او فرهنګي چارو رییس معز الدین احمدي د وژل شویو شمېر ۱۳ ښيي.

د سرچینې په خبره، په وژل شویو کې دیني عالمان، د طالبانو یوشمېر قومندانان او پخواني جهادي مخکښ کسان شامل دي.

د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) او ایران په جلا، جلا بیانونو کې په جومات کې چاودنه غندلې ده.

وېسټ د جون پر اتمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې واشنګټن په یوه "سپېڅلي ځای کې دغه ناوړه جنایت په کلکه غندي."

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر شپږمه د افغانستان په بدخشان ولايت کې د طالبانو حکومت مرستیال والي ملا نثار احمد احمدي په يو ځانمرګي موټر بمي بريد کې ووژل شو.

نثار احمد احمدي د بدخشان د والي مرستیال وو چې په وروستیو کې طالبانو د سرپرست والي په توګه نومولی وو.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي د جون پر شپږمه مشال راډيو ته ویلي ول چې ملا احمدي په فیض اباد ښار کې د محکمې په څلور لارې کې په موټر بم برید کې په نښه شو چې پکې نوموړی او د هغه ډرېور ووژل شول او شپږ تنه ژوبل شول.‌

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې پر احمدي د حملې ذمه واري منلې ده. هغه وسلواله ډله له مودې راهیسې په بدخشان کې فعاله ده او تر دې مخکې یې د هغه ولایت د امنیه قومندان عبدالحق عمر د وژلو ذمه واري هم منلې وه.

نثار احمد احمدي په بدخشان ولایت کې د طالبانو له پياوړو قومندانانو ګڼل کېده. مخکې تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې افغان حکومت ړنګ کړي، احمدي په شمال او ځانګړي ډول، په بدخشان کې لویې حملې کړې وې.

د افغانستان په شمال کې په وروستیو کې د طالبانو یو بل لوړپوړی چارواکی هم وژل شوی وو. د مارچ په مياشت کې د بلخ ولايت والي ملا داود مزمل په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو. هغه مهال د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري مشال راډيو ته ويلي‌ ول چې پر مزمل د هغه په دفتر کې برید شوی دی.

ملا محمد داود مزمل د طالبانو له لوړپوړو جنګي قوماندانو څخه یو وو. د طالبانو حکومت، هغه د ۲۰۲۲ز کال په مې مياشت کې د کورنيوو چارو مرستيال وزير ټاکلی وو خو وروسته یې د بلخ والي‌کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته ويلي ول چې پر مزمل د برید پلټنې کوي خو تر اوسه یې د هغو تحقیقاتو نتیجې نه دي په ډاګه کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د کابل تر نیولو وروسته د حکومت چارې پيل کړي خو پر وړاندې یې د داعش په ګډون بېلابېلې وسلوالې ډلې جنګېږي.

طالبان وايي، د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې په ګډون یې د نورو وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG