د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت نن د راتلونکي مالي کال بوديجه وړاندې کوي


د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار به د جون پر نهمه قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بوديجه وړاندې کوي ــ پخوانی انځور
د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار به د جون پر نهمه قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بوديجه وړاندې کوي ــ پخوانی انځور

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت نن په داسې حال کې قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي چې د هغه هېواد اقتصاد له لویو ستونزو سره مخامخ دی.

د قامي اسمبلۍ پر ووبپاڼه په بیان کې راغلي چې نننۍ غونډه د پېښور پر وخت د مازیګر پر څلورو بجو پیلېږي.

پرون د مالیې وزیر اسحاق ډار په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د روان مالي کال اقتصادي رپورټ وړاندې کړ.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د هغه هېواد اقتصاد په ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال کې یوازې ۰.۲۹ فیصده وده کړې او په دې توګه حکومت د پینځه فیصده ټاکلي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی. د اقتصادي ودې د کمېدو یو لوی لامل د صنعتي څانګې کمزوري کېدل دي.

د پاکستان بېلابېلو برخو کې ګراني او بې روزګاري زیاته شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

د اقتصادي رپورټ له مخې، په روان کال کې د پاکستان د صنعت وده منفي وه او رفتار یې درې فیصده کم شو. له دې پرته، حکومت د افراط زر یا انفلېشن د سطحې په ټیټولو هم نه دی توانېدلی او په ختمېدونکي مالي کال کې د انفلېشن سطح ۲۸.۲ سلنه وه. د افراط زر له لوړېدو سره د روپۍ ارزښت خورا کم شوی او ګراني زیاته شوې.

اسحاق ډار وايي، حکومت د روان مالي کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې څه باندې ۵،۶۰۰ اربه روپۍ مالیه ټوله کړه چې دا د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله ۱،۰۰۰ اربه روپۍ زیات ټیکس دی.

ډار زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه په پیلېدونکي مالي کال کې برامدات (صادرات) زیات کړي او د توانایۍ یا انرژۍ په ګډون ټولو هغو څانګو ته توجه ورکړي چې ورسره د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کېدای شي.

د پاکستان وفاقي حکومت په داسې حال کې د راتلونکي مال کال بوديجه وړاندې کوي چې هغه هېواد له تېرو څو کلونو راهيسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او ولس يې له ګرانۍ او بې روزګارۍ سر ټکوي.

XS
SM
MD
LG