د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور مېشتي افغان کډوال د پولیسو له رویې شکايت کوي


په پېښور کې افغان کډوالې ښځې د نومونو ثبتولو لپاره ناستې دي - انځور له ارشيفه
په پېښور کې افغان کډوالې ښځې د نومونو ثبتولو لپاره ناستې دي - انځور له ارشيفه

په پېښور کې مېشت یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې پولیس یې ځوروي او ځینې کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته استوي.

په پېښور کې میشت یو افغان کډوال زکي الله وایي، په افغانستان کې ورته له طالبانو ویره ده او پېښور کې له دې ویریږي چې پولیس یې و نه نیسي. هغه د جون پر ۲۱مه، مشال راډیو ته وویل: '' اوس چېرته لاړ شو چې چا سره اسناد نه وي تاڼې ته یې یوسي، پرچه پرې کټ کړي او بیا یې د تورخم له لارې افغانستان ته وشړي.''

په پېښور او د پاکستان په نورو برخو کې له ۱۹۸۰ز کال راهیسې افغان کډوال میشت دي خو د ۲۰۱۲ز کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ بهیر هم تېز شوی دی.

افغان کډوال نورزلي وایي د طالبانو تر راتګ وروسته په افغانستان کې روزګار نشته نو ځکه هغه او نور خپلوان یې پېښور ته تللي دي. ''دوه ورځې مخکې یې زما اوښې تاڼي ته وړی وو. هغه دلته په پېښور کې دیاړي کوي. چې کله یې بچي خبر شول چې پلار یې پولیسو وړی دی نو ټول ژړل. هغه بیا خپلو ملګرو د شپې دوه بجې راخلاص کړ. ''

په پاکستان دا مهال لکونه افغان کډوال ژوند کوي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې میشت دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونه ادارې چارواکي وایي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته په ناقانونه او یا هم د نیمګړو اسنادو سره نېږدې شپږ لکه نور کډوال ورغلي دي.

سلیمان خان یو له هغو کسانو څخه دی چې په ویزه پېښور ته تللی دی خو د ویزې وخت یې ختم شوی دی. هغه وایي ''د پاکستان ویزه لګول ډېر مشکل کار دی. پکار ده چې هم دلته راته څه زمینه برابره شي. عارضي کارډ دې راکړي خو چې ژوند پرې تېرولی شو. زما هیڅ پته نه لګي چې کله به پولیسو ته په لاس ورځم.''

د پېښور پولیس وایي یوازې هغه کسان نیسي چې د ویزې وخت یې ختم شوی وي او یا هم پي او آر کارډ نه لري. د حیات اباد تاتارې تاڼې یو پولیس افسر مشال راډیو ته وویل ناروغان او قانوني اسناد لرونکي کسان نه نیسي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدی وایي په پاکستان کې افغانانو ته ورپېښې وروستۍ ستونزې یې د حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره پورته کړي دي. هغه مشال راډیو ته وویل: ''پاکستان مخکې هم د افغان کډوالو مېلمستیا کړې او تمه لرو چې دا نوي به هم پریږدي. کوم خلک چې له اسنادو بغېر پاکستان ته راغلي دي که دوی په زور بېرته ولېږل شي نو دا ویره شته چې دوی به هلته له خطر سره مخ شي.''

XS
SM
MD
LG