د خیبر پښتونخوا په سوات کې د بېلا بېلو تاڼو له لوري د خلکو شخړو هوارولو په جرګه کې د ځایي مشرانو، مدني فعالانو او وکیلانو ترڅنګ ښځو او نرښځیانو ته هم غړیتوب ورکړل شوی دی.
د سوات په سیدو شریف کې د جولايي پر اتمه په یوه غونډه کې پنځه ښځو او یو نرښځي د یادې جرګې د غړیتوب څوګند وکړ.
د خیبر پښتونخوا پولیس د سیمه ییزو شخړو د هواري لپاره جرګه لري چې د ډي ار سي په نامه یادیږي. په هغه جرګه کې د سیمې پوهان غړیتوب لري او دوی د پولیسو په مرسته د خلکو ترمینځ شخړې هواروي.
فعاله ثمرین حکیم وایي په جرګه کې د ښځو او نرښځیانو ورګډولو سره به د هغو طبقو ستونزې او کورنۍ شخړو حل اسان شي.
هغې مشال راډیو ته وویل "موږ سره په جرګه کې د هرې طبقې غړي دي. ښځې او د نرښځیانو استازي هم د ډي ار سي غړي شول. دا د دې لپاره چې د ښځو یا نرښځیانو مسلې راځي نو په ښه طریقه به اوریدل کېږي"
د سیدو شریف تاڼې د شخړو هوارونکې جرګې غړی ارشاد خان وایي، د سوات په ټولو تاڼو کې جرګو ته د ښځو اړوند ستونزې د هواري لپاره ورتلې خو په جرګه کې د ښځو نشتوالي د هغو ستونزو حل ګران کړی وو.
ده وویل " په سوات کې زیاتره شخړې کورنۍ هغه دي. د ښځې او خاوند ترمینځ مسلې وي. په دې کې به موږ ته زیاتره ښځو پوره خبره نه شوه کولای نو ځکه به موږ ته د مسلې په حل کې مشکلات ول.''
هغه وویل په جرګه کې د ښځو شاملېدو سره اوس ښځې کولای شي چې د شخړې په اړه خپله ټوله کیسه د جرګې له ښځینه غړې سره شریکه کړي او په دې ډول د ستونزو هواری اسان شي.
د شګفتې په نامه نرښځي په غونډه کې د نرښځیانو د استازي په توګه څوګند پورته کړ. هغې مشال راډیو ته وویل چې په سوات کې تر ۱۰۰۰ زیات نرښځیان دي او د هغوی خپلمنځي او هم له نورو ښځو سره ګڼې مسلې راځي چې هغه به یې د شورا د نورو غړو سره په شریکه د حل هڅه کوي.
په غونډه کې شریک د سوات وکیلانو اتحادیې مشر سعید خان وویل چې که عدالت ته تر رسیدو مخکې شخړې د دواړو خواوو په خوښه هوارې شي نو دا غوره ده.
د ده په وینا، دا ځکه چې عدالتونه د پرېکړو په کولو کې زیات وخت اخلي او دا وجه ده چې د ډي ار سي (جرګې) رول ډېر مهم دی.
د سوات د پولیسو مشر او د غونډې تابیان کونکي شفیع الله ګنډاپور وویل چې په سوات کې په ۱۵ تاڼو کې د دې جرګو لپاره جدا دفترونه دي او عام وګړي ورته ستونزې د هواري لپاره وروړي.
هغه وویل، ځینې شخړې جرګه هواروي او ځینې یې پولیسو ته حواله کېږي او دا هر څه له قانون سره سم دي.
ده زیاته کړه، ''دا ارزان انصاف دی او د فیس نه بغیر میلاویږي. دا غټ کار دی. د پولیسو له مسلو نه هم ازاد وي او د عدالت او کچهرو نه هم دواړه فریقه ازاد او په خپلو کې رضا شي."
د غونډې د ګډنوالو وینا وه چې شخړې عدالت ته تر وړولو مخکې د هغې د حل هڅه او جرګه د پښتنو د کلتور برخه ده او ډي ار سي کې هم د هغو روایاتو سره سم مشران، قانون پوهان او مدني فعالان ناست وي او د خلکو شخړې هواروي.
د دوی په وینا، که بیا هم څوک د جرګې په حل مطمین نه وي نو هغوی عدالت ته د تلو حق لري.