د خیبر پښتونخوا په لکي مروت او سوات کې، د اګست پر ۲۸مه، د بدامنۍ په دوه جلا جلا پېښو کې د پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
په لومړۍ پېښه کې د لکي مروت پر پيزو بای پاس سړک د یادې ضلعې د پوليسو پر يوه ګاډي په ډزو کې دوه پوليس سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د لکي مروت پوليسو وياند شاهد حميد تر بريد وروسته، د اګست پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې ګاډی د پيزو تاڼې د پوليسو وو او په همهغه ورځ لکي سېمېنټ فېکټرۍ ته نېږدې بريد ورباندې وشو.
حميد زياته کړه چې وسلوال تر بريد وروسته تښتېدلي او د لټون عمليات يې روان دي.
بلخوا تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې پر پوليسو د بريد ذمه واري منلې ده.
دویمه پېښه په سوات کې مخې ته راغلې. هلته د اګست پر ۲۸مه د سوات پر پوليسو وسلوال بريد شوی دی.
د یادې ضلعې د پوليسو مشر شفيع الله ګنډه پور د اګست پر ۲۸مه ناوخته په خپور کړي يو بيان کې ويلي چې ناپېژاندو وسلوالو د سېلګرۍ لپاره مشهورې سيمې ملم جبې ته پر غځېدلې لار د تېليګرام تاڼې پر پوليسو په ډزو کې يو پوليس سرتېری ژوبل کړی دی.
د بيان ترمخه، پر وسلوالو له تاڼې ځوابي ډزې شوي او هغوی يې تېښتې ته اړ کړي دي. بيان زياتوي چې په سيمه کې د وسلوالو د لټون عمليات پيل شوي دي. د بېګاني بريد ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.
تر دې وړاندې د اګست پر ۲۳مه په ټانک ضلع کې هم پر پولیسو برید شوی وو چې پکې د پولیسو یو سرتېری وژل شوی او یو ژوبل شوی وو.
د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه منلې.
تر هغې یوه ورځ وړاندې د اګست پر ۲۲مه جنوبي وزیرستان کې په وسلوال بريد کې ۱۱ پوځيان وژل شوي ول. دا برید د جنوبي وزیرستان د تیارزه تحصیل په شولام خیسور سیمه کې د پوځ په دوو ګاډو باندې شوی وو. د چارواکو په وینا برید په "۳۰ بلوچ رجمنټ" باندې تر سره شوی وو.
تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د شولام خیسور سیمې د برید ذمه واري منلې وه او په دغه پېښه کې یې د ۱۸ پوځیانو د وژلو ادعا کړې وه. خو د پوځ عامه اړيکو ادارې په خپل بيان کې ويلي ول چې د هغوی شپږ سرتېري وژل شوي دي. پوځ په هغه نښته کې د څلور مشکوکو وسلوالو د وژنې او د دوو د ژوبلولو ادعا هم کړې وه. خو مشال راډيو په خپلواک ډول د حکومت او وسلوالو دعوې تصديق ونکړای شو.
تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه، د ټانک په منزۍ کې وسلوالو یو قبایلي مشر ملک حبیب شوبيخېل او د هغه پولیس ساتونکی ووژل.
په لکي مروت او سوات کې دا وسلوال بریدونه په داسې حال کې شوي دي چې په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.
د خیبر پښتونخوا پولیس چارواکو د اګست پر درېيمه په چارسده کې د يوې غونډې پرمهال ويلي ول چې د روان ۲۰۲۳ز کال په لومړیو اووه میاشتو کې په هغه صوبه کې په حملو او نښتو کې تر ۱۳۰ زیات پولیس سرتېري وژل شوي دي.
د هغې صوبې د پولیسو ادارې په وینا، له ۲۰۰۷ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو او له وسلوالو ډلو سره د نښتو پر مهال تر ۱،۶۰۰ زیات سرتېري او افسران وژل شوي دي.