د پاکستان پنجاب پولیس وايي چې د شخصي ټېلېوېژني خپرونو پخوانی کوربه عمران ریاض يې موندلی او هغه خپل کور ته رسېدلی دی.
د سيالکوټ پوليسو دا خبره د سیپتمبر پر ۲۵مه، پر خپله اېکس پاڼه چې پخوانی نوم يې ټویټر وو، ليکلې ده. پولیسو زیاته کړې چې عمران ریاض خان اوس له خپلې کورنۍ سره دی. پولیسو دا نه دي ويلي چې هغه چا تښتولی وو او تر اوسه په کوم ځای کې وو؟
د عمران ریاض خان وکيل میا اشفاق هم د هغه د تصوير په خپرولو سره نن پر اېکس پاڼه د دې خبرې تصديق کړی دی. نوموړي له تصویر سره ليکليدي: "خپل شهزاده مې بېرته راووست."
عمران ریاض خان يو ځل بیا د می پر ۱۱مه نېټه پولیسو نيولی او د سیالکوټ په زندان کې یې بندي کړی وو. پر هغه د خلکو د پارونې او پر ټولنیزو رسنيوو د امنيتي ادارو په خلاف د نفرت خپرولو تورونه وو. خو د نوموړي وکيل دا تورونه بې بنیاده او د بیان ازادۍ تروړونکي بللي دي.
د می پر ۱۵مه نېټه پوليسو عدالت ته وويل چې عمران ریاض يې خوشې کړی. له هغه راهيسې نوموړی ورک وو. تر دې وروسته، لاهور های کورټ پولیسو ته د اخري ځل لپاره وخت ورکړی وو چې عمران ریاض دې د سیپتمبر تر ۲۶مې پورې پيدا کړي.
عمران ریاض د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف پلوي وو. هغه پر خپل يوټيوب چېنل په ګڼو ويډيوګانو کې د پاکستان جمهوري غورځنګ پر اتحادي حکومت او ځينو پاکستاني پوځي افسرانو تور پورې کاوه چې له سیاسته د عمران خان ليرې کول غواړي.
د اټک پولیسو په لومړي ځل عمران رياض د جولای په پينځمه نیولی وو. هغه مهال، د پنجاب د قانون وزیر ملک احمد خان په لاهور کې رسنيو ته ويلي وو چې حکومت یې د بیان ازادۍ او د خبريالانو حقونو ته ژمن دی خو د عمران رياض سره به قانوني چلند کيږي. هغه زیاته کړه چې د نوموړي پر ضد په پنجاب صوبه کې د بغاوت مقدمې درج دي او ځينې پوښتنې بايد ځواب کړي.
د عمران ریاض وکیل میا علي اشفاق په یو بیان کې ویلي وو چې، د هغه د موکل خلاف په پنجاب صوبه کې د بغاوت ۱۷ مقدمې درج دي. نوموړي زیاته کړې وه، هغوی به د پولیسو پر ضد د عدالت د سپکاوي کیس کوي ځکه چې عمران ریاض وار له مخه له اسلام اباد هایکورټ څخه تر نیول کېدو وړاندې ضمانت ترلاسه کړی وو.
د پاکستان او نړۍ د خبريالانو سازمانونو او بشري حقونو تنظيمونو په تکرار سره د پاکستان پر حکومت غږ کړی وو چې ریاض دې له زندانه خوشې کړي. خبریالانو په دې لړ کې مظاهرې هم کړې وي.