د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو امر کړی دی


پاکستان کې پوليسو په دا وروستيو کې د افغانانو د نيولو او د هغوی د بېرته ستنولو لړۍ تنده کړې ده. انځور له ارشيفه
پاکستان کې پوليسو په دا وروستيو کې د افغانانو د نيولو او د هغوی د بېرته ستنولو لړۍ تنده کړې ده. انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې مېشت ټولو ناقانونه کډوالو ته امر کړی چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

بګټي دا اعلان د نېشنل اېپېکس کمېټۍ تر هغې غونډې څو شېبې وروسته وکړ چې د پاکستان پر نګران وزيراعظم او د پوځ پر مشر سربېره د وفاقي کابينې غړو او د صوبو اعلا وزيرانو ګډون پکې کړی وو.

نوموړي زياته کړه چې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې دې ټول بهرنيان خپل پاسپورټونه او ويزې هم تمديد کړي ګنې له هېواده به وشړل شي.

د سرفراز بګټي په وينا د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به افغانانو ته يوازې پر پاسپورټ او ويزې پاکستان ته د سفر کولو اجازه وي. نوموړي زياته کړه چې د اکتوبر له ۱۰مې بيا د اکتوبر تر ۳۰مې افغانان پر برېښنايي تذکرې سفر کولای شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ادعا وکړه چې په هغه هېواد کې ۴۳ لاکه افغانان ژوند کوي چې يوازې ۱۴ لاکه يې راجسټر دي.

دا په داسې حال کې ده په وروستيو کې په پاکستان کې د افغانانو د نيولو لړۍ تنده شوې، سلګونه نيول شوي او يوشمېر افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغان کډوال له هېواده باسي.

د کراچۍ پولیسو په سېپټېمبر کې په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې ونیول.

پر دې سربېره په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مشر میر احمد رووفي د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې مخکې د اسلام اباد پولیسو له هغه ښاره ۸۰۰ افغان کډوال نيولي ول. د هغه په وينا وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

په پاکستان کې ځينې افغانان او د هغوی وکيلان شکايت کوي چې پوليس يوشمېر هغه افغانان هم نيولي چې قانوني اسناد لري.

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې د اکتوبر پر دويمه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، "ډېری افغانان، چې د طالبانو د حکومت له خوا د ځورونې له وېرې ژوند کوي، پاکستان ته تښتېدلي او هلته د خپلسرو توقیفونو، نیول کېدو او د شړلو له ګواښونو سره مخامخ شوي دي."

د بخښنې نړیوال سازمان په دې برخه کې پر نړیوالو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دې ستونزې ته یې پام نه دی کړی.

پر دې سربېره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او د عوامي نیشنل ګوند مشرانو او غړو په کراچۍ کې د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن ايچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر کې ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG