د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په سوات او خیبر کې د بې اسناده موټرو ثبتول شروع کړي دي


د سوات په کانجو کې د اکتوبر پر ۱۷مه د کسټم چارواکي تر ثبتولو مخکې د یو ګاډي معاینه کوي.
د سوات په کانجو کې د اکتوبر پر ۱۷مه د کسټم چارواکي تر ثبتولو مخکې د یو ګاډي معاینه کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په سوات او خیبر کې د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې د بې اسناده یا نان کسټم پېډ موټرو ثبتول (رجسټریشن) پیل کړي دي.

بلخوا عوامي نيشنل پارټۍ په ملاکنډ ډويژن کي د نان کسټم پېډ ګاډو د رجسټريشن مخالفت کړی، او په ولس يې غږ کړی چې خپل ګاډي دې نه راجسټروي.

د ګوند یو ځایي مشر ایوب اشاړي د اکتوبر پر ۱۷مه خبري غونډې ته وویل له دې سره به حکومت پر دوی ټیکسونه لګول پیل کړي.

هغه وویل: "دا ګاډي له چمن څخه راځي او دلته یې خلک اخلي، دا درګۍ د پاټکه پورې اجازت لري، مخکې هم حکومتونو دا مسله راپورته کړې ده. په دې ګاډو دلته خلک خپلې مزدوریانې کوي، که دوی په دې ټیکسونه لګوي نو موږ ورته تیار نه یو."

په ۱۹۶۹ کال کې چې د سوات ریاست له پاکستان سره يو ځای کېده نو يو شرط یې دا وو چې هلته به ټيکسونه نه لګول کېږي خو به ۲۰۱۸ز کال کې چې قبایلي ضلعې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو د ملاکنډ ډېوېژن ځانګړی حيثیت هم ختم شو.

بلخوا په کانجو کې د ایکسایز اینډ ټیکسیشن محکمې یو چارواکی نثار خان مشال راډیو ته وویل چې دوی ته امر شوی چې په راروانو څلورو میاشتو کې د بې اسناده موټرو د رجسټریشن عمل ترسره کړي. چارواکي وایي د ناامنۍ په پیښو کې د بې کاغذه ګاډو د استعمال امکان زیات وی نو ځکه یې د دغو ګاډو د رجسټریشن عمل پیل کړی دی.

په همدې حال کې د خیبر ضلعې د محصول او مالیې ادارې (ایکسایز اینډ ټیکسیشن) ویلي چې په هغې ضلعه کې د ټولو بې اسناده (نان کسټم پېډ) ګاډو ثبتول یې پيل کړي دي.

چارواکي وایي له دې سره به د ګاډو د مالکانو معلومات له دوی سره ثبت شي او بیا به هغه ګاډي په قبایلي ضلعو کې د چلولو اجازه ولري او بندوبستي سیمو او ښارونو ته ته به نه ځي.

د خیبر د ایکسایز اینډ ټیکسیشن یو افسر محمد خالد د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې ګاډي ثبت شي نو د وزیرستان نه تر د مالاکنډ پورې به یې خلک چلولی شي. او بل د دې د ثبتولو سره به حکومت ته دا هم معلومه شي چې دلته څومره نان کسټم پېډ ګاډي دي.

د بې کاغذه ګاډو دا موضوع وخت په وخت په پاکستان کې راپورته شوې ده، تېر کال په قامي اسمبلۍ کې په یو راپور کې ویل شوې ول چې په قبایلي ضلعو کې څه باندې یو لاک بې کاغذه او بې محصوله ګاډي پر سړکونو ګرځي او زياتره وخت همدا ګاډي په جرمونو کې کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG