اسلام اباد هایي کورټ درغليو په دوه قضيو کې د سزاګانو پرضد د پخواني وزیر اعظم نواز شریف اپيلونه بحال کړل.
د اکتوبر پر ۲۶مه، په هایي کورټ کې د العزيزيه او ايونفیلډ ريفرنسونو کې د نواز شريف د سزا خلاف اپيلونو سره سره د هغه د حفاظتي ضمانت لپاره د درخواستونو اورېدنه هم وشوه.
د اسلام اباد هایي کورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د نواز شریف د ټولو درخواستونو اورېدنه وکړه.
د اورېدنې په مهال نواز شریف هم عدالت کې موجود وو ، په هغو مقدمو کې امجد پروېز او اعظم نذير تارړ د نواز شریف وکيلان دي.
د اوريدنې پر مهال د قامي احتساب ادارې يا نیب وکيل د های کورټ چيف جسټس عامر فاروق د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې درخواست کوونکی عدالت ته تسلیم شوی دی نو ځکه يې د احتساب اداره نیول نه غواړي.
تر دې وړاندې اسلام اباد های کورټ په دواړو مقدمو کې د نواز شريف ضمانت د اکتوبر تر ۲۶مې منظور کړی وو.
تر هغې مخکې، نواز شریف د اکتوبر پر ۲۴مه د توشه خانې په مقدمه کې احتساب عدالت ته حاضر شو او یاد عدالت هم د هغه ضمانت منظور کړ او د مقدمې اورېدنه یې د نومبر تر ۲۰مې وځنډوله.
نواز شریف د ایونفیلډ او العزیزیه سټيل ملز په مقدمو کې هغه ته د اورول شوې سزا خلاف د اپيلونو بیا بحالولو لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواستونه ورکړي ول.
د نواز شريف وکيل امجد پروېز د اکتوبر پر ۲۳مه په جمع کړيو درخواستونو کې غوښتنه کړې وه چې نواز شريف ته په دواړو مقدمو کې د سزاګانو ورکولو خلاف دې اپيلونه بحال کړل شي.
نواز شريف په العزيزيه او ايونفيلډ مقدمو کې د عدالت لخوا سزا شوی وو او په احتساب عدالت کې د توشه خانې د يو موټر خرڅولو په کيس کې د نه حاضريدو په وجه اشتهاري مجرم ګرځول شوی وو.
عدالت د نواز شريف اپيلونه ځکه رد کړي ول چې هغه په پاکستان کې موجود نه وو او اشتهاري مجرم ګرځول شوی وو.
عدالت په خپله پريکړه کې ليکلي وو چې که چيرې نواز شریف ونیول شي او يا په خپله ځان تسليم کړي نو بیا د اپيلونو د بحالۍ لپاره درخواست جمع کولای شي.
احتساب عدالت پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون رهبر نواز شریف ته د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه په العزیزیه سټیل ملز کې د درغلیو په تور مقدمه کې د اووه کاله بند او یو نیم ارب روپیو جرمانې سزا اورولې وه. نوموړی وروسته د راولپېنډۍ اډياله زندان ته لېږدول شوی وو.
دغه شان عدالت د ايونفيلډ اپارټمنټس په مقدمه کې هم نوموړی ۱۰ کاله سزا کړی وو.
اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۱۹مه په دواړو مقدمو کې د اکتوبر تر ۲۴مې د نوازشريف "حفاظتي ضمانت" منظور کړی وو. خو د اکتوبر پر ۲۴مه يې د هغه ضمانت د اکتوبر تر ۲۶مې وغځاوه.
د نوموړي پاکستان ته له ستنېدو وړاندې له احتساب عدالت څخه هم "حفاظتي ضمانت" اخيستی وو.
دې عدالتونو د احتساب ملي اداره (نېب) او پوليس د اکتوبر تر ۲۴مې د نواز شریف له نیولو منع کړي ول.
بل پلو، د پنجاب نګران حکومت وايي د العزیزیه سټیل ملز په اړه مقدمه کې يې د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شریف ته اورول شوې سزا ځنډولې ده.
نواز شريف د اکتوبر پر ۲۱مه په لندن کې له څلور کلنې خپلخوښې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو او د اسلام اباد په هوايي ډګر کې یې له خپلو وکیلانو سره سلا مشوره وکړه.
عدالت په ايونفيلډ ريفرنس کې د نواز شريف د شريکو ملزمانو، د ده لور مريم نواز او زوم ريټايرډ کېپټن صفدر اپيلونه منلي او د هغوي سزا يې کالعدم ګرځولې وې.
نواز شريف پاکستان ته تر ستنېدو وروسته د اکتوبر پر ۲۱مه په لاهور کې د ګوند غونډې ته په وینا کې ویلي چې له ده سره چې چا هم او څومره هم زیاتی کړی دی نو دی ورڅخه د غچ اخیستلو هیڅ اراده نه لري.
نواز شريف د ملک اقتصاد پياوړی کولو لپاره د يو نوي سفر پر پيل زور ورکړ او ويې ويل چې له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره به ښې اړيکې ساتي.