د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د راتلونکو عامو انتخاباتو مهالوېش اعلان کړی دی


په اسلام اباد کې د انتخاباتو د کمېشن دفتر ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې د انتخاباتو د کمېشن دفتر ـ پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتو کمېشن د راتلونکو انتخاباتو شیډول (مهالوېش) اعلان کړی دی.

د ډېسېمبر پر ۱۵مه کمېشن پر ایکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې د قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره راتلونکي عام انتخابات د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

د مهالوېش تر مخه کاندیدان د ډېسېمبر له۲۰مې تر ۲۲مې د کاندیدېدو لپاره کاغذونه جمع کوي او د ډېسېمبر پر ۲۳ د کاندیدانو نوملړ خپرېږي.

د ډېسمبر له ۲۴مې تر۳۰مې د کاندیدانو د خواستونو کره کتنه کېږي. د جنورۍ له دریمې تر ۱۰مې کاندیدان د ریټرننګ افسرانو د پرېکړو ضد اپیلونه کولی شي او د جنورۍ پر ۱۱مه د کاندیدانو بیا کتل شوی نوملړ خپرېږي.

دا راز کمېشن د جنورۍ پر ۱۳مه د کاندیدانو لپاره انتخابي نښې اعلانوي او تر دې وروسته به د فبرورۍ پر اتمه ووټ اچونه کېږي.

د انتخاباتو کمېشن د ټاکنو مهالوېش تر هغې څو ساعته وروسته اعلان کړ چې د جمعې پر ورځ سپریم کورټ کمېشن ته امر وکړ چې باید په هم هغه ورځ (د ډېسېمبر پر ۱۵مه) د انتخاباتو مهالوېش اعلان کړي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د انتخاباتو ځنډېدو بحثونه پیل شول چې د لاهور های کورټ په حکم الیکشن کمېشن د ریټرننګ افسرانو ټرینګ ودروو.

په پاکستان کې د سږکال اګست میاشتې راهیسې نګران حکومت دی. د قانون له مخې باید په ۹۰ ورځو کې دننه ټولټاکنې شوې وای خو د انتخاباتو کمېشن وروسته وویل چې د نوې سرشمېرنې له مخې لومړی نوې حلقه بندۍ کوي چې له دې امله په دریو میاشتو کې انتخابات نه شي کولې.

کمېشن وروسته په فبرورۍ کې د انتخاباتو نیټه اعلان کړه خو بیا هم وخت وخت د ټاکنو د ځنډېدو خبرونه د پاکستان په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې خپرېدل. تر دې وړاندې په رسنیو کې د کمیشن له خوا د انتخاباتو د مهالوېش په اړه خبرونه خپاره شوي ول خو کمېشن هغه دروغ بللي ول.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال کې د فبرورۍ انتخابات د قامي اسمبلۍ پر ۲۶۶ څوکیو کېږي.

دا راز د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره پر۱۱۵، د پنجاب لپاره پر۲۹۷، د سیند لپاره پر ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ لپاره پر۵۱ څوکیو انتخابات کېږي.

په پاکستان کې وروستي انتخابات د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۲۵مه شوي ول چې په نتیجه کې یې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وزیراعظم شوی وو. د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ ليرې کړ او پر ځای یې د مسلم لیګ (ن) شهباز شریف د اېتلافي حکومت نوی مشر شو.

په پاکستان کې وزیراعظم د پینځه کلونو لپاره ټاکل کېږې خو د ۱۹۷۳ز کال د ایین له نافذېدو راهیسې تر اوسه یوه هم خپل وخت نه دی پوره کړی. په هغه هېواد کې تراوسه ۲۸ وزیراعظمان تېر شوي دي چې وروستی هغه یې شهباز شریف وو.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ټاکنو مهالوېش په داسې وخت کې اعلان کړی دی چې پخوانی وزیراعظم عمران خان او د هغه د ګوند نورو مخکښان په زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG