د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې وسلوالو ۲ کسان ژوبل کړي دي


زخمیان د باجوړ خار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي ـ پخوانی انځور.
زخمیان د باجوړ خار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د وسلوالو په ډزو کې دوه کسان ژوبل شوي دي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکو مشال راډیو ته وویل چې پېښه د جنورۍ پر ۱۹مه د ماموند تحصیل په بادسیا کلي کې شوې ده.

چارواکي وايي، یو ځايي ډاکټر عبدالرحمان او د پولیسو یو سرتېری الیاس په ګاډي کې روان ول چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او دواړه ژوبل شول.

دوی وايي چې ژوبل کسان یې د خار مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي.

باجوړ یو له هغو قبایلی ضلعو څخه دی چې په تېرو کلونو کې پکې پکې ناامني زیاته شوې ده.

د جنورۍ پر اتمه د باجوړ ماموندو په بیلوټ فرش سیمه کې د پولیسو پر ګاډي بمي برید پینځه پولیس ووژل او ۲۲ یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې درو پولیسو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

په باجوړ کې د ناامنۍ پرضد وخت په وخت جرګې او مظاهرې شوې دي چې تر هغې وروسته امنیتي چارواکو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

له باجوړ پرته د خیبر پښتونخوا په نورو برخو کې هم د ۲۰۲۲ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې ناامني زیاته شوې ده.

د جنورۍ پر ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو ځايي مشر وویشت. تر دې یوه ورځ مخکې وسلوالو د لکي مروتو پر تاڼې برید کړی وو چې پولیسو په شا تمبولی وو او پکې مرګژوبله نه وه شوې.

د جنورۍ پر ۱۶مه د شمالي وزیرستان په میرلي کې په ځانمرګي برید کې د دوو سرتېرو په ګډون شپږ تنه ژوبل شوي ول. پر هم هغه ورځ د جنوبي وزیرستان د یوه مشر پر ګاډي برید شوی وو چې پکې د هغه په ګډون درې تنه ژوبل شوي ول.

د جنوري پر ۱۰مه د میرامشا په تپي سیمه کې وسلوالو يو ځايي مشر او د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ څوکۍ ته خپلواک نوماند ملک کلیم الله له دوو نورو ملګرو سره يو ځای په هدفي برید کې وژلی وو.

په تېر څه باندې یو کال کې د خیبر پښتونخوا په ګڼو ضلعو کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی او په دې لړ کې یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۱مه په پېښور کې د پولیسو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې وسلوالو ته سخت ځواب ورکوي.

XS
SM
MD
LG