د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د انتخاباتو پر ورځ په پاکستان کې عامه رخصتي اعلان کړې ده


په راولپېنډۍ کې د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) د مخکښه مشرانو انتخاباتي اشتهارونه لګېدلي دي - د جنورۍ ۲۸مې انځور.
په راولپېنډۍ کې د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) د مخکښه مشرانو انتخاباتي اشتهارونه لګېدلي دي - د جنورۍ ۲۸مې انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر اتمه د عامو انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې د عامې رخصتۍ (چوټۍ) اعلان کړی دی.

کمېشن د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په بیان کې ویلي دي چې دا اعلان د ایین د ۲۱۸مې مادې له مخې کوي او د رخصتۍ مقصد ولس ته وخت او فرصت ورکول دي چې پر هغه ورځ خپله رایه استعمال کړي او په انتخاباتي عمل کې برخه واخلي.

تر دې وړاندې انتخاباتي کمېشن په یو بل بیان کې دا هم ویلي ول چې د جنورۍ له ۲۹مې نېټې څخه خلک کولی شي پر ۸۳۰۰ شمېره زنګ ووهي او د خپل پولېنګ سټېشن (د رایې کارونې مرکز) پته او نور معلومات تر لاسه کړي.

د ۲۰۲۴ز کال د ټولټاکنو لپاره انتخاباتي کمېشن څه باندې ۱۲۸ مېليونه کسان د ووټ ورکوونکو په توګه رجسټر کړي چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې دي.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

XS
SM
MD
LG