د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د انتخاباتو کمېشن دفتر مخې ته چاودنه شوې ده


په کراچۍ کې د انتخاباتو کمېشن د دفتر مخې ته پولیس پهره ورکوي ـ پخوانی انځور.
په کراچۍ کې د انتخاباتو کمېشن د دفتر مخې ته پولیس پهره ورکوي ـ پخوانی انځور.

د کراچۍ په صدر سیمه کې د انتخاباتو کمېشن د دفتر مخې ته چاودنه شوې خو چاته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.

د کراچۍ جنوبي ضلعې د پوليسو یو مشر ساجد سدوزي د فبرورۍ په دوېیمه د پېښې وروسته خبريالانو ته وويل، چې په چاودنه کې لږ بارود کارول شوي او چاودېدونکي توکي د سړک پرغاړه په يوه کڅوړه کې اېښودل شوي ول. بلخوا اليکشن کمېشن هم د چاودنې نوټس اخیستی او له پوليسو او ضلعي مانيټرنګ افسر يي رپورټ غوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبرپښتونخوا په باجوړ کې ازاد کانديد ريحان زېب د جنورۍ پر ۳۱مه وسلوالو ووژلو. هم پر دغه ورځ د بلوچستان په قلعه عبدالله کې په برید کې د عوامي نیشنل ګوند يو غړی ووژل شو او بل ژوبل شو.

دا راز په کوټه کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته د پيپلز ګوند د نوماند علي مدد جتک پر انتخاباتي دفتر د لاسي بم په بريد کې درې کسان ژوبل شول، او په کېچ او خضدار ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د هم هغه ګوند د دوو نوماندانو پر کورونو د لاسي بمونو حملې شوې دي چې پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د پاکستان انتخاباتو کمېشن ويلي دي چې په هرحال کې به د فېبرورۍ په اتمه په ټول ملک کې انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG