د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د راولپېنډۍ کمېشنر په انتخاباتو کې د "ټګۍ" تر اعتراف وروسته استعفا ورکړې ده 


په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه تر انتخاباتو وروسته د رایو شمېرنې انځور.
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه تر انتخاباتو وروسته د رایو شمېرنې انځور.

د راولپېنډۍ کمېشنر لیاقت علي چټه د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګيو اعتراف کړی دی او له خپلې څوکۍ یې استعفا ورکړې ده.

د فبرورۍ پر ۱۷مه، د راولپېنډۍ په کرکټ لوبغالي کې خبري غونډې ته د وینا په مهال چټه وویل چې هغه د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د راولپېنډۍ ډوېژن د قامي اسمبلۍ پر ۱۳ څوکیو درغلۍ کړې دي او بایلونکو نوماندانو ته یې لسګونه زره رایي ورزیاتی کړې دي او په دې توګه یې هغوی بریالي کړي دي.

چټه وویل " د ټولنيزو شبکو او بهر مېشتو پاکستانيانو تر دومره زيات فشار لاندې وم چې نن سهار مې تر لمانځه وروسته د ځان وژنۍ هڅه وکړه خو بیا مې سوچ وکړ چې ولې ځان په حرامه توګه مړ کړم نو ځکه مې پرېکړه وکړه چې ټول ريښتیا ولس ته په ډاګه کړم."

د خبري غونډې پر مهال چټه د هغو پوښتنو ځواب ور نه کړ چې دا درغلي یې د چا په وینا کړې ده، خو وې ویل چې "دا خبره له چا پټه نه ده."

نوموړي تور پورې کړ چې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر او د هغه هېواد د سپريم کورټ مشر قاضی هم په دې درغليو کې لاس لري.

په پاکستان کې يوشمېر سياسي ګوندونه له انتخاباتو وروسته پر انتخاباتي کمېشن او د هغه هېواد پر اېسټيبلېشمنټ د ټګيو او انتخاباتي نتيجو بدلولو تور پورې کوي.

په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځ او امنیتي ادارې لپاره کارېږي. د پاکستان پوځ تر اوسنيو انتخاباتو وروسته پر هغوی د نيوکو په ځواب کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په سياسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي ول.

بل خوا انتخاباتي کمېشن د فبرورۍ پر ۱۷مه په يو خبرپاڼه کې پر انتخاباتي کمېشن او د انتخاباتي کمېشن پر مشر لګول شوي تورونه رد کړل او زياته يې کړه چې د انتخاباتي نتيجو د بدلون لپاره يې هېڅکله د راولپېنډۍ کمېشنر ته لارښوونه نه ده کړې.

کمېشن زياته کړې چې د راولپېنډۍ کمېشنر د انتخاباتو په معامله هېڅ مستقيم رول نه لري، خو بيا هم په دې اړه به ژر تر ژره پلټنې وکړي.

د انتخاباتو کمېشن، تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۱۲مه هم په يوه خبرپاڼه کې ليکلي ول چې ټاکنې شفافې وې او که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

د پاکستان سپريم کورټ مشر قاضي (چيف جسټس) قاضي فايز عيسا له پاکستانيو سره د خبرو پر مهال د لياقت چټه تورونه رد کړل او زياته يې کړه چې هغه دې د خپلې دعوې ثبوت وړاندې کړي.

د راولپېنډۍ کمېشنر لياقت علي چټه د خبري غونډې پر مهال وويل "زه د دې ټولې غلطۍ ذمه واري په غاړه اخلم."

نوموړي زياته کړه چې له دې وروسته به ځان پوليسو ته سپاري.

د پنجاب د اطلاعاتو نګران وزير عامر مير ويلي د لياقت چټه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې هغه ۱۰ ورځې وروسته ولې دا خبره وکړه. نوموړي ادعا وکړه چې چټه د مارچ پر ۱۳مه تقاعد کېږي او هغه د خپل راتلونکي سياسي ژوند لپاره دا ډول "بې اساسه" بيان ورکړی دی. نوموړي زياته کړه چې په دې اړه به د پنجاب نګران حکومت پلټنې کوي.

د انتخاباتي کمېشن د غير حتمي نتيجو له مخې په راولپېنډۍ ډويژن کې د قامي اسمبلۍ پر زياتره څوکیو د مسلم لیګ (ن) نوماندان بریالي شوي دي.

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي اسمبلۍ او څلور واړو صوبایي اسمبلیانو لپاره ټولټاکنې وشوې چې يوشمېر ګوندونو په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګولي دي او احتجاجونه یې پیل کړي دي.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) په هغه هېواد کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو ضد نن (د فبرورۍ پر ۱۷مه) د پاکستان په یو شمېر سیمو کې احتجاجونه پیل کړي دي.

بل خوا په بلوچستان کې د څلورو سياسي ګوندونو اتحاد د فبرورۍ پر ۱۶مه د هغې صوبې په يوشمېر سيمو کې احتجاجي مظاهرې او لاريونونه وکړل.

د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) مشرانو او سیاستوالانو د فبرورۍ پر ۱۰مه تر يوې بیړنۍ غونډې وروسته احتجاجي تحريک پيل کړی او د بلوچستان په مرکز کوټه کې يې د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

پاکستان کې ګڼو ګوندونو په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:08 0:00

د فبرورۍ پر ۱۷مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر جان مينګل، د نيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د هزاره جمهوري ګوند مشر عبدالخالق هزاره پرلتوالو ته ويناوې کوي.

دغه څلور ګونديز اتحاد د فبرورۍ پر ۱۸مه په بلوچستان کې پیه جام هړتال هم اعلان کړی دی.

بل خوا د فبرورۍ پر ۱۷مه د هغې صوبې په ډېره بګټي، ګوادر او تربت کي هم بلوڅ ملتپالو په انتخاباتو کې د مبینه ټګيو خلاف پرلت وهلی دی.

هلته په سیند صوبه کې ګرېنډ ډیموکرېټیک الاینس (جي ډي اې) او جماعت اسلامي د فبرورۍ پر ۱۶مه احتجاج وکړ او په انتخاباتو کې یې د ټګۍ تورونه ولګول.

پر دې سربېره، عوامي نيشنل ګوند د فبرورۍ پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان له خولې د احتجاجونو مهالوېش اعلان کړی او ليکلي يې دي، "د درغلیو وهلیو انتخاباتو پرضد به د احتجاجي تحريک پيل د فبرورۍ پر ۲۰مه له صوابۍ کېږي او وروسته به د همدې مياشتې پر ۲۳مه په چارسده کې احتجاج کېږي."

دا راز د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د يوې خبرې غونډې پر مهال د انتخاباتو پایلې رد کړې او زياته يې کړه چې په قامي اسمبلۍ کې به د مخالفو ګوندونو پر څوکیو کښېني او احتجاجونه به پيلوي.

خو د انتخاباتو کمېشن په بیا بیا دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر امنیتي چېلنجونو سربېره یې انتخابات په شفافه ډول ترسره کړل. کمېشن دا هم ویلي دی چې که څوک شکایت لري نو له ثبوت سره دې هغې ادارې او عدالت ته ورشي.

XS
SM
MD
LG