د کورمې ځايي قبایلي مشران وايي، د یوې جرګې په هڅو د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او د افغان طالبانو ترمينځ په ډزو کې ارامي راغلې ده.
د سیمې یو مشر حاجي نوروز علي د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د افغانستان لوري ته له مشرانو سره د ټېلېفون له لارې د دې سیمې مشران غږېدلي چې له هغې وروسته ډزې نه دې شوي.
نوموړي زياته کړه چې بشپړ اوربند نه دی شوی او په دې اړه به ځايي مشران خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
خو د ورځې په پای کې د پاړه چينار يو ځايي مشر جلال حسين بنګښ مشال راډيو ته وويل چې د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته يې له مېشتو ځايي مشرانو سره د ناستې لپاره حال ونيو خو هغوی چمتو نه شول.
نوموړي زياته کړه چې د ډنډې پټان مشرانو ورته وويل چې دا لانجه پر سفارتي کچ هوارول غواړي.
دا له هغه وروسته ده چې د مارچ پر ۱۸مه د کورمې پر خرلاڅو او بوړکي سیمو باندې د افغانستان له لوري د توغندیو غورځېدو له وجې د ځايي حکومتي سرچینو په وینا څلور امنیتي سرتېري او څلور عام وګړي ژوبل شوي ول.
د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د کورمې د ځینو سیمو خلکو خپلې کډې نورو سیمو ته لېږدولې دي.
په خرلاڅو کې د تاجرانو اتحادیې مشر سید مبین حسین مشال راډیو ته وویل چې په سلګونه ګاډي له مالونو ډک د پولې هغې خوا ته روان ول چې د جګړې له کبله اوس ایسار پاتې شوي دي.
د کورمې ترڅنګ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ځواکونو د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم پر پاکستانیو ځواکونو بریدونه کړي دي.
دا له هغه وروسته ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل، پاکستانيو الوتکو په پکتيکا او خوست کې بمباري کړې او اته ولسي وګړي يې وژلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې وويل چې د پاکستان الوتکو د پکتيکا په برمل کې شپږ کسان چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان ول، وژلي دي.
نوموړي زياته کړې چې پر دې سربېره د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې دوې ښځې وژل شوي دي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۱۸مه وويل چې پر همدغه ورځ پېشلمي مهال يې په افغانستان کې دننه بريدونه کړي چې هدف يې د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې غړي ول.
د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په پکتيکا او خوست کې يې هغه کسان په نخښه کړي چې پر پاکستانيو ځواکونو په بریدونو کې ککړ ول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې پر افغان طالبانو ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو په وينا یې، په کابل کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دغو پرله پسې غوښتنو ته پام نه دی کړی چې د پاکستانيو وسلوالو په اړه یې کړې دي.
خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې او په کابل کې د طالبانو حکومت دريځ لري چې د هغې ډلې غړي او مشران په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په قبايلي سيمو کې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۱۸مه پر خوست او پکتيکا د شويو بریدونو په غبرګون کې د احتجاج په توګه په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني هم ورغوښتی وو.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستانيو ځواکونو په افغانستان کې دننه بریدونه کړي دي. پاکستانيو ځواکونو تر دې وړاندې هم په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې يو شمېر کسان وژل شوي ول. اسلام اباد د هغو بريدونو پر مهال هم د پاکستانيو وسلوالو د وژلو ادعا کړې وه خو د طالبانو حکومت او ټي ټي پي رد کړې وه.