د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي د خیبر راجګل پاتې کډوال به د جون له پينځمې خپلې سیمې ته ستنوي


د نورو قبايلي سيمو په څېر له خيبره هم د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال خلک بېکوره شوي ول. پخوانی انځور
د نورو قبايلي سيمو په څېر له خيبره هم د وسلوالو ضد عملیاتو پر مهال خلک بېکوره شوي ول. پخوانی انځور

د خیبر ضلعې چارواکي وايي ټاکل شوې ده چې د راجګل سيمې د پاتې کډوالو خپلو کلیو ته د ستنېدو بله لړۍ د جون له پينځمې پيل شي.

د پېښور کمېشنر ریاض محسود له دفتره مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مې پر ۲۱مه د کمېشنر په دفتر کې د پوځي چارواکو او کوکیخیلو مشرانو ترمينځ په یوه غونډه کې دا پرېکړه وشوه.

د غونډې يو ګډونوال او د کوکيخیلو د کډوالو کمېټۍ یو مشر فیض الله جان کوکيخیل مشال راډيو ته وویل چې په تیرا راجګل کې ټوله نهه لوی کلي دي خو دمګړی ورته پکدرې، غاښي او دامان کليو ته په مرحله واره توګه د ستنېدو اجازه ورکړل شوې ده.

د تیرا راجګل کډوال خپل حقونه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

په ۲۰۱۳ کال کې د ناامنۍ او د وسلوالو ضد د پوځي عملیاتو له امله د هغې سیمې شاوخوا شل زره کورنۍ بېکوره شوې وې چې زیاتره یې په جمرود کې له خپلوانو يا په لاندېنيو سيمو کې په کچه کورونو کې اوسېږي.

د خیبر انتظامي چارواکو تېر کال له ۵۰۰۰ زياتې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې کړې وې. په تیرا راجګل کې مېشت یوه امنیتي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې د هغې سيمې په ځينو برخو کې اوس هم وسلوال شته او چې کله دا ټولې سیمې له وسلوالو پاکې کړي نو په مرحله واره توګه به ټولو کډوالو ته خپلو کلیو ته د تلو اجازه ورکړي.

د خیبر په باړه او تیرا کې په ۲۰۰۸ کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ کال کې سر ته ورسېدل او کډوال ورستانه شول خو د سېمې ولس وایي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې هلته بیا د ناامنۍ پېښې په زیاتېدو دي.

په خیبر کې پوځ د وسلوالو پر ضد بیا بیا عملیات کړي خو په ۲۰۱۶ کال کې پوځ ادعا کړې وه چې ټوله سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې ده.

د تیرا او باړې ولسي وګړي وایي چې هلته له ۲۰۱۷ کاله تر ۲۰۲۱ کال تر پایه امن وو خو تر ۲۰۲۲ کال وروسته ناامنۍ زور واخیست او د باج اخیستنې او هدفي وژنو لړۍ تېزه شوه.

تیرا له پېښوره شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لېرې د افغانستان د ننګرهار ولایت سره پوله لرونکې غرییزه سیمه ده چې لوی ځنګلونه لري او ځینې څنډې یې له کورمې او اورکزیو سره هم لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG