د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان او بنو کې د يو خبریال په شمول ۵ کسان وژل شوي دي


د پاکستان امنيتي ځواکونه شمالي وزیرستان ته پر لار ده - انځور له ارشیفه
د پاکستان امنيتي ځواکونه شمالي وزیرستان ته پر لار ده - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان او په بنو کې په پينځوو هدفي بريدونو کې ۵ کسان وژل شوي دي.

د میرامشا پولیس تاڼې یو چارواکي محمد عمر خان مشال راډیو ته وویل چې د مې پر ۲۱مه په تپي سيمه کې ناپېژندليو وسلوالو مدني فعال او ځايي خبریال کامران داوړ د کور مخې ته په ډزو وواژه. د نوموړي په خبره، په دويم بريد کې وسلوالو د حیدرخیلو اوسېدونکی فیاض خان په خپل کلي کې په ډزو وژلی او بریدګر تښتېدلي دي. همدراز وسله والو په درېيمه حمله کې د یادې سیمې یو بل ځوان امتیاز او په کم سروبي کې څلورم برید کې ماني خان په ډزو وژلی دی.

بریدګر تښتېدلي دي.‌کامران داوړمدني او ټولنیز فغال وو او د وزیرستان ټي وي په نامه فېسبوک پاڼه چلوله چې د سیمې پر ستونزو به يې ویډیوګانې خپرولې. د دې بريدونو ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې. بلخوا پولیس وايي د نامعلومو وسلوالو پرضد يې د پېښو مقدمې درج کړې دي.

پر دې سربېره، د مې پر ۲۱مه ناپېژندليو وسلوالو په بنو کې د مولوي عرفان په نامه يو کس او د جنوبي وزیرستان مکین اوسېدونکی پولیس سرتېرې حیات خان هم وژلي دي. حیات خان د مې پر ۱۳مه ناپېژندليو وسلوالو تښتولی وو.

په شمالي وزیرستان کې روان ۲۰۲۴ کال کې تر دې دمه ۲۳ هدفي بریدونه شوي چې يوشمېر ځايي مشران، ځوانان او مدني او سياسي فعالان پکې وژل شوي دي. په ۲۰۲۳ کال کې په هغه ضلع کې د هدفي وژنو ۴۴ پیښې شوې وې چې تر ۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

په شمالي وزيرستان کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان تر ټولو زياته فعاله وسلواله ډله ده خو له دې پرته هلته نورې ناقانونه وسلوالې ډلې هم فعاله دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG