د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېچ ار سي پي وايي، په سیند صوبه کې د بشري حقونو حالت خراب شوی دی


د اېچ ار سي پي غړي په کراچۍ پریس کلب کې د جون پر ۱۳مه د رپورټ وړاندې کولو په مهال.
د اېچ ار سي پي غړي په کراچۍ پریس کلب کې د جون پر ۱۳مه د رپورټ وړاندې کولو په مهال.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن په سيند صوبه کې د بشري حقونو، امنيت، قانون اونظم خرابېدو په اړه کلنۍ رپورټ وړاندې کړی دی.

د جون بر ۱۴مه په کراچۍ پریس کلب کې د غونډې په مهال کمېشن هغه رپورټ له رسنیو سره شریک کړ چې پکې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په صوبه کې د لږکيو نجونو د تښتونې، په زور مذهب بدلواو ودونو پېښې زياتي شوي دي.

په رپورټ کې راغلي دي چې تېر کال په هغې صوبه کې د خبریالانو، افغان کډوالو، سیاسي فعالانو او ماشومانو له حقونو سرغړونې هم شوي دي.

مذهبي اقلیتونو سره د تړاو لرونکیو نجونو تښتول

په رپورټ کې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په سیند صوبه کې د مذهبي اقلیتونو سره د تړاو لرونکیو نجونو د تښتولو او د هغوی مذهب بدلولو ۴۸ پېښې ثبت شوي دي.

هندوانو کورنیو تښتونې

په تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې تېر کال په سیند صوبه کې ۲۸ هندوې نجونې د کچې ډاکوانو تښتولې وې، چې ځینې یې د پولیسو د عملیاتو او ځینې بیا د پیسو په مقابل کې خوشې شوي دي.

د سیند بشري حقونو کمېشن مشر حضر حیات د جون پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د هندوو نجونو ترڅنګ د هغوی ځینې مشران هم د تاوان لپاره تښتول شوي ول. د هغه په خبره د دې حالاتو له وجې د هندوانو کورنۍ له شکارپور، سکر او نورو ځایونو څخه کډه شوي دي.

د خبریالانو نیول او ځورول

په راپور کې همدا راز راغلي چې تېر کال په سیند کې د خبریالانو د نیولو او ځورولو ۱۷۵پېښې شوي دي. د کراچۍ په اردو پوهنتون کې د ژورنالیزم څانګې پخوانی استاد او د بشري حقونو فعال ډاکټر توصيف احمد خان وویل، په سیند کې خبریالانو پر ضد د مقدمو جوړولو لړۍ دوام لري او خبریالانو ته ګواښونه کېږي.

د ماشومانو او کاروباریانو تښتونې

د رپورټ تر مخه، په ۲۰۲۳ کال کې د غلو لخوا د ماشومانو، پښتنو کاروباریانو، ټرانسپورټرانو او نورو د تښتونو نږدې ۲۰۰ پېښې راپور شوي دي. په رپورټ کې راغلي دي چې د کومو خلکو خپلوانو چې پیسې ورکړي او خپلوان یې د غلو نه راخلاص کړي دي، د هغوی شمېر د دې نه هم زیات دی، خو د سیند پولیس غلو ته د پیسو ورکولو خبره نه تاییدوي.

په کراچۍ کې د جرمونو زیاتوالی

د کمېسیون راپور تر مخه، په ۲۰۲۳ز کال کې یواځې په کراچۍ کې د جرمونو ۹۱،۰۰۰ پېښې راپور شوي دي او ۱۳۴ کسان چې زیات یې ځوانان ول، د غلاګانو په وخت په ډزو وژل شوي دي. دا شمېر د ۲۰۲۲ز کال په مقابله کې ۱۰ فیصده زیات دی.

د کډوالو له حقونو سرغړونې

اېچ ار سي پي په خپل رپورټ کې ویلي، په سیند صوبه کې د افغان کډوالو له بشري حقونو سرغړونې هم زیاتې شوې دي. د غېرقانوني بهرنیانو د ایستلو لپاره د وفاقي حکومت د پرېکړې وروسته په سیند صوبه کې هغه افغان کډوال هم ونیول شول او په زور وویستل شول چې قانوني اسناد یې لرل.

د تحریک انصاف غړو نیول

د بشري حقونو کمېسیون ویلي، د مې نهمې د تحریک انصاف لخوا د احتجاجونو وروسته، د سیند پخواني ګورنر عمران اسماعیل په ګډون د ګوند له ۲۵ څخه زیات مشران په صوبه کې نیول شوي، په ډېرو غړو په زور ګوند پرېښودل شوی، او ځینې یې د اوږدې مودې لپاره په زندانونو کې اچول شوي وو.

د سیند حکومت دریځ

د سیند حکومت په سمدستي ډول د اېچ ار سي پي د دې راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې، صوبايي چارواکو او پولیسو ویلي ول چې په کراچۍ کې غلاګانې او په کچې سیمه کې د غلو لخوا د خلکو تښتول ورته یو چېلنج پاتې شوی او دوی د دغو جرمونو د مخنیوي لپاره کار کوي.

دا رازصوبايي حکومت وخت په وخت دعوې کړي دي چې لږکي او نور خلک د ټولنې یو شان وګړي دي او د ټولو د حقونو خوندي کولو لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG