په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونو د هېواد پر کچ د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو مخالفت کړی دی.
دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ لوړپوړې کمېټۍ د هغو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.
د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې ويلي دي چې د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) په اړه د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټي) غونډې د هغو عملیاتو پیلول منظور کړل.
غونډې ته د وفاقي کابینې وزیران، د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر او یوشمېر نور ملکي او امنیتي چارواکي ورغلي ول. بیان وايي چې کمېټۍ دا پرېکړه د څلورواړه صوبو او د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر او ګلګت-بلتستان له چارواکو سره په موافقه کړې ده.
د جون پر ۲۳مه د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت مخالفه ګوندونو په قامي اسمبلۍ کې پر عملیاتو د خبرو موقعې نه ترلاسه کېدو له وجې له غونډې پرېکون (بایکاټ) وکړ.
تر هغې وروسته د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان، عمومي منشي یا سېکرټر عمر ایوب خان او اسد قیصر د پارلېمان ودانۍ مخې ته له خبریالانو سره په خبرو کې د عملیاتو مخالفت وکړ. قیصر د جون پر ۲۲مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې هم پر عملیاتو سخت انتقاد کړی وو.
عمر ایوب خبریالانو ته وویل چې د ترهګرۍ پرضد د عملیاتو پرېکړه باید پارلېمان وکړي. "هر ډول عملیات چې کېږي، باید د پارلېمان باور ترلاسه شي. زموږ مشر عمران خان په بیا بیا دا خبره کړې ده چې موږ ځان په پردي جنګ کې نه شو ښکېلولای. په ملک کې امن هغه وخت راتللی شي چې دلته قانون او ایین سرلوړی وي. یوازې د کوتک په زور او له اپرېشن (عملیاتو) کولو سره امن نه راځي."
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروسته قامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې په اړه اپېکس کمېټي څو کاله مخکې جوړه شوې وه چې حکومت یې اوس بحالوي. "اپېکس کمېټي خو پینځه، شپږ کاله مخکې جوړه شوې وه او تحریک انصاف یې برخه وو. موږ یې بیا بحالوو، کابینې او پارلېمان ته یې هم راوړي. پر دې موضوع به دلته [په قامي اسمبلۍ] کې هم بحث کوو. د [کمېټۍ] په پرونۍ غونډه (د جون ۲۲مه) کې هم د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر موجود وو. د هغه په مخ کې دا پرېکړه وشوه چې د ترهګرۍ پرضد به ګامونه اخیستل کېږي."
اصف د قامي اسمبلۍ له غونډې څخه د مخالفه ګوندونو احتجاجي پرېکون ته په اشاره زیاته کړه چې هغوی دا "احتجاج ترهګرو په حق کې" کوي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان هم د عملیاتو مخالفت کوي خو د هغه د ګوند ویاند جلیل جان د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې خپل دریځ به د جون پر ۲۷مه د قبایلي سیمو پر وضعیت تر کېدونکې جرګې وروسته په ډاګه کړي.
په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي سېکرټر اکبر هوتي د نویو عملیاتو اعلان بې ګټې وباله. "پخوا چې ریاست کوم پوځي عملیات کړي دي، د هغوی خاطر خواه ګټې په نظر نه راځي. زه دې نوي اپرېشن ته هم خوشبین نه یم. کوم ترهګر چې راغلي یا راوستلشوي دي، د هغوی خلاف پر صحیح بنیادونو کاروايي نه ده شوې. دا اپرېشن به هم نتیجه ور نه کړي."
د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) یو مخکښ او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې تر هغو چې ریاست خپله اساسي تګلاره بدله کړې نه وي، دا ډول عملیات ګټه نه لري. "تر هغو چې ریاست طالبان او دا ډلې ساتي، د ښه او بدو طالبانو فرق کوي" نو دا ډول اقدامات خاص نتیجه نه ورکوي.
خټک وویل، د دې لامل دا دی چې سختدریځي په پاکستان کې لسیزې پخوانۍ مخینه یا سابقه لري. "دلته چې د ۱۹۸۰ز [لسیزې] له کلونو راهیسې د ذهنونو د مینځلو او انتهاپسندۍ (سختدریځۍ) د پیدا کولو کارخانې لګېدلې وې، دلته لکونه تربیت شوي خلک ګرځي. دوی هغه کارخانې نه بندوي او بیا داسې خبرې کوي. نو ما ته د دې هېڅ فایده نه ښکاري.
په پاکستان کې له څه د پاسه یوې نیمې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.
د مخالفه ګوندونو پر نیوکو سربېره، د پاکستان وزیراعظم ویلي دي چې د "عزم استحکام" په نوم عملیات به له پخوانیو هغو بدل وي. د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۲مه په بیان کې لیکلي چې وزیراعظم شهباز شریف غونډې ته وویل چې یوازې امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې "ذمه وار نه دي بلکې وفاقي او صوبايي حکومتونه او ټولې ادارې باید په دې برخه کې خپله دنده ترسره کړي."
د پاکستان حکومت تر غونډې وروسته پر اېکس، پخواني ټوېټر، غونډې ته د وزیراعظم د څرګندونو ویډیو خپره کړې چې پکې نوموړي ټینګار کړی دی چې د پاکستان "سیاسي مشران باید په ذهني ډول د ترهګرۍ پرضد جګړې ته تیار وي."
شریف وړاندې وویل چې د پاکستان دیني مشرانو "ته هم په کار ده چې په دې اړه واضح دریځ ولري چې دا زموږ خپل جنګ دی، دا زموږ د بقا جنګ دی. موږ په پردي جنګ کې برخه نه اخلو. موږ دا جنګ د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره کوو."
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په بیان کې دا هم راغلي دي چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان، کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې، جرګې، جلسې او احتجاجي ناستې کړې دي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په بېلابېلو سیمو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
شهباز شریف د روان کال په مارچ کې د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته قامي اسمبلۍ ته په خپله لومړۍ وینا کې د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) عملي کول باوري کوي.
د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د ۲۰۱۵ز په پیل کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه چې پکې د وسلوالو ډلو پرضد د پراخو عملیاتو، د سختدریځه افکارو د خپرېدو پرضد د اقداماتو او د پوځي عدالتونو جوړولو په څېر نکتې شاملې وې.
خو په هغه هېواد کې بېلابېلو ګوندونو او پوهانو په بیا بیا انتقاد کړی دی چې د ترهګرۍ ضد تګلاره په بشپړ او سم ډول نه ده عملي شوې چې له وجې یې ناامني زیاته شوې ده.