د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم عملیات پیلوي


په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي په مخابره پیغام استوي شا ته یې یو پوځي هېلېکاپټر ناسته کوي - پخوانی انځور.
په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي په مخابره پیغام استوي شا ته یې یو پوځي هېلېکاپټر ناسته کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ لوړپوړې کمېټۍ په هېواد کې د "عزم استحکام" په نوم د ترهګرۍ ضد عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې ويلي دي چې د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) په اړه د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټي) غونډې د هغو عملیاتو پیلول منظور کړل.

غونډې ته د وفاقي کابینې وزیران، د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر او یوشمېر نور ملکي او امنیتي چارواکي ورغلي ول.

بیان وايي چې کمېټۍ دا پرېکړه د څلورواړه صوبو او د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر او ګلګت-بلتستان له چارواکو سره په موافقه کړې ده.

وزارت په بیان کې راغلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف غونډې ته وویل چې یوازې امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې "ذمه وار نه دي بلکې وفاقي او صوبايي حکومتونه او ټولې ادارې باید په دې برخه کې خپله دنده ترسره کړي."

بیان وايي، نوموړي د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې "امنیتي ځواکونو ته د ټولو اړینو سامانونو او وسایلو د ورکولو په اړه قوي ډاډ ورکړ."

په بیان کې راغلي دي چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.

بیان وايي چې لوړوپوړو چارواکو په پاکستان کې د چینايي وګړو د امنیت لپاره د اقداماتو جاج واخیست.

وزارت زیاتوي چې حکومت د وزیراعظم تر منظورۍ وروسته "اړوندو ادارو ته نوې لارښوونې" وکړې چې په مرسته به یې "په پاکستان کې چینايي وګړو ته د جامع امنیت ورکولو مېکانېزمونه پیاوړي" شي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د هغو لارښوونو په اړه تفصیل نه دی ورکړی او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې په پاکستان کې به د عزم استحکام په نوم عملیات په څه شکل ترسره کېږي.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی.

هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې شوې دي.

وزیراعظم شهباز شریف د بر کوهستان په داسو کې د برېښناکوټ د پروزې له چینايي کارکوونکو سره روغبړ کوي - د اپرېل لومړۍ انځور.
وزیراعظم شهباز شریف د بر کوهستان په داسو کې د برېښناکوټ د پروزې له چینايي کارکوونکو سره روغبړ کوي - د اپرېل لومړۍ انځور.

د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

د بشام تر برید وروسته شاوخوا ۱،۲۰۰ چينايي وګړي له پاکستانه ووتل.

بیجنګ تر حملې وروسته له اسلام اباده غوښتي ول چې پاکستان دې هلته چینايي وګړو او پروژو ته بشپړ امنیت ورکړي.

په همدې حال کې د پاکستان تحریک انصاف مخکښ سیاستوال اسد قیصر ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې په "هېڅ صورت" نور عملیات نه مني.

نوموړي د جون پر ۲۲مهقامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، "موږ په هېڅ صورت په خپله سیمه او صوبه کې جنګ نه منو. که نور چا دا جرات وکړ او د عملیاتو خبره یې وکړه یا یې پر دې سیمه جنګ وتپه نو موږ به له ولس سره ملګري یو."

ده وویل چې د خیبر پښتونخوا ولس لپاره "امن او د خپلو بچیو لپاره، قلم، کتاب او د [ځوانانو] لپاره روزګار غواړي."

قیصر وویل، د امنیت لپاره په صوبه کې جرګې کوي او زیاته یې کړه چې که څوک "جنګ کوي نو لومړی به زموږ له جسدونو تېرېږي."

د قیصر ګوند تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې واکمن دی او په وروستیو کې یې د عامې روغتیا د انجینرۍ چارو (پبلېک هېلت انجینییرنګ) وزیر پښتونیار خان مشال راډیو ته وویل چې ژر به د صوبې د اعلاوزیر په مشرۍ په یوه غونډه کې د ناامنۍ د ختمولو په اړه تګلاره جوړه شي.

نوموړي زیاته کړې وه چې ناامني د صوبې "تر ټولو لویه مسله" ده چې حکومت یې د هواري لپاره خپل ټول وسایل په کار راولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان، کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې، جرګې، جلسې او احتجاجي ناستې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په بېلابېلو سیمو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

شهباز شریف د روان کال په مارچ کې د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته قامي اسمبلۍ ته په خپله لومړۍ وینا کې د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) عملي کول باوري کوي.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر په نیمايي کې د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسلوال برید وروسته د ۲۰۱۵ز په پیل کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه چې پکې د وسلوالو ډلو پرضد د پراخو عملیاتو، د سختدریځه افکارو د خپرېدو پرضد د اقداماتو او د پوځي عدالتونو جوړولو په څېر نکتې شاملې وې.

خو په هغه هېواد کې بېلابېلو ګوندونو او پوهانو په بیا بیا انتقاد کړی دی چې د ترهګرۍ ضد تګلاره په بشپړ او سم ډول نه ده عملي شوې چې له وجې یې ناامني زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG