د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګيله من وزير جنازه نن مازيګر د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې کېږي


د ګيله من وزير د جنازې کاروان د جولای پر ۱۱مه له اسلام اباده د شمالي وزيرستان پر لور روان شو.
د ګيله من وزير د جنازې کاروان د جولای پر ۱۱مه له اسلام اباده د شمالي وزيرستان پر لور روان شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ فعال او ولسي شاعر ګیله من وزیر جنازه نن مازیګر (د جولای پر ۱۲مه) په شمالي وزیرستان کې کېږي.

پي ټي اېم وايي چې د نوموړي مړی په اسدخېلو کلي کې د هغه په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپاري او هم هلته یې فاتحه اخیستل کېږي.

د غورځنګ مشرانو، غړو او پلویانو د وزیر جسد د جولای پر ۱۱مه په یوه قافله کې له اسلام اباده د پېښور پر لاره وزیرستان ته ولېږداوه.

د غورځنګ یو غړي حیات وزیر د جولای پر ۱۱مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په مختلفو ښارونو کې زرګونه خلک د وزیر د درناوي لپاره د قافلې مخې ته ورووتل چې له وجې یې سفر خورا زیات وخت واخیست.

د وزیر د جنازې کاروان بېګا نیمه شپه بنو ته تر رسېدو وروسته د شمالي وزیرستان پر لوري روان شو. په هغه کاروان کې د غورځنګ د مشر منظور پشتین په ګډون سلګونه مخکښه مشران، غړي او فعالان ګډون کوي.

ګیله من وزیر، چې اصلي نوم یې حضرت نعیم وو، د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یو برید کې تر ژوبلېدو وروسته پر ۱۱مه نېټه ومړ.

دا تر هغې وروسته ده چې وزیر د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د ټپونو له امله سا ورکړه.

هغه په اسلام اباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز) په روغتون کې بستر وو.

منظور پشتین وايي چې د ازاد خان دواړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو ګيله من وزير په لرګیو پر سر وهلی وو.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري. هغه لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د اسلام اباد پولیس وايي چې پر ګیله من وزیر یې د برید مقدمه دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو د عملیاتي چارو د څانګې ویاند شریف الله خټک د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په مقدمه کې د تورنو کسانو پر دفترونو او کورونو چاپې وهلې دي خو هغوی ورک دي او لا یې هېڅوک نه دي نیولي.

د پاکستان او افغانستان په ګډون په مختلفو هېوادونو کې سیاستوالانو، فعالانو، لیکوالانو او هنرمندانو د ګیله من وزیر پر مړینه خپګان ښوولی دی او هغه د پښتنو د حقونو يو پياوړی او رسا غږ بللی دی.

XS
SM
MD
LG