د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان زده کوونکو لپاره د علامه اقبال سکالرشپونه بیا اعلان کړل


د پاکستان له پوهنتونونو په سکالرشپونو فارغ شوي افغان زده کوونکي. (انځور: ارشیف)
د پاکستان له پوهنتونونو په سکالرشپونو فارغ شوي افغان زده کوونکي. (انځور: ارشیف)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د جولايي پر ۱۲مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلې چې افغان محصیلونو ته به طبیعي او ټولنیزو علومو یا نیچرل او سوشل ساینسز برخو کې د پاکستان په بیلا بیلو پوهنتونونو کې داخلې ورکوي.

پاکستان په خپلو پوهنتونونو کې د افغان زده کونکو لپاره د علامه اقبال سکالر شپ د دریم پړاو منظوري ورکړې ده.

دا خبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د جولايي پر ۱۰مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي‌ وه او دا ګام یې ستایلی دی.

نوموړي لیکلي‌ چې افغان محصیلونو ته به طبیعي او ټولنیزو علومو یا نیچرل او سوشل ساینسز برخو کې د پاکستان په بیلا بیلو پوهنتونونو کې داخلې ورکوي.

د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې - هاییر ایجوکېشن کمېشن - ویلي چې په دې پروګرام کې به په راروانو پینځو کالو کې شاوخوا ۴۵۰۰ افغان زده کوونکو ته موقعې ورکړل شي چې په پاکستان کې وړیا تعلیم حاصل کړي.

په دې سکالرشپونو کې افغان زده کوونکو ته د پاکستان د حکومت له خوا ټیوشن فیس، استوګنځای او میاشتنۍ وظیفې هم ورکول کېږي.

د اسلام اباد نېشنل پوهنتون د ټیکنالوژۍ څانګې یوې اففانې زده کوونکې زرغونې منګل مشال راډيو ته وویل چې دا د دوی لپاره ډېره ښه موقع ده.

دې وویل، "په ۲۰۲۱ کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نوهلته د یو شمیر بندیزونو له امله دوي نور زده کړې نه شوې کولای، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې او هیلې مو مړاوې شوې خو دا وس ډير د خوشالۍ ځایی دی چې پاکستان ډیر په سخت وخت کې د افغان نجونو لاس نیوې وکړ."

نوموړې زیاته کړه چې د پاکستان حکومت باید دا سکالرشپونه نور هم زیات کړي.

کراچۍ کې د افغان کډوالو یو ښوونځی د پیسو نه شتوالي له وجې تړل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:17 0:00

طالبان د طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.

په پيښور کې د خیبر میډیکل کالج یو محصل عنایت الله مومند مشال راډیو ته وویل، " ډير زیات مطمین او خوشاله یو خو پکار ده چې دا سکالرشپونه زیات کړي یو بل ته داسې موقعو ورکولو نتیحه به دا راوځي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ به په راروان وخت کې اړیکې ښې کیږي او د ښه ګاوڼدي توب زریعه به وګرځي."

عنایت الله مومند وویل چې له دې تعلیمي موقعو سره ځينې مشکلات هم تړلي دي. د ده په وینا، "ډير افغان زده کونکو ته د پاکستان ویزې پر وخت نه ورکول کېږي، پکار ده چې په دې برخه کې هم راسره کومک وشي او چې د پاکستان هایر ایجوکیشن کمیشن له خوا کومو زده کونکو ته د علامه اقبال سکالرشپ ملاویږي چې ویزې هم زر ورکوي."

پاکستان په ۲۰۰۹ کې په لومړي ځل د افغان محصلینو لپاره د علامه اقبال سکالرشپ پروګرام معارفي کړې وو.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د علامه محمد اقبال سکالرشپ مقصد د پاکستان او افغانستان د ولسونو ترمنځ اړیکې ښې کول او دوستانه تعلقات جوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان واکمنو طالبانو لا هم هلته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي‌ او پوهنتونونه تړلي‌ دي.

طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

د طالبانو حکومت وايي د نجونو د زده کړو لپاره پر کړنلارې جوړولو او د مناسب چاپېریال پر برابرولو کار کوي خو دا نه وايي چې په دې لړ کې یې څومره پرمختګ کړی دی او کله به نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG