د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېن ډي اېم اې د خیبر پښتونخوا په اوچتو سیمو کې د پشکال بارانونو اټکل کړی دی


اېن ډي اېم اې د سیندونو په غاړو استوګنو ته د احتیاطي تدابیرو ویلي دي ـ پخوانی انځور.
اېن ډي اېم اې د سیندونو په غاړو استوګنو ته د احتیاطي تدابیرو ویلي دي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو د نظم ادارې (اېن ډي اېم اې) په هغه هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

ادارې د جولای پر ۲۶مه په بیان کې ویلي دی چې د بارانونو څپه د جولای له ۲۷مې تر ۳۱مې وي. ادارې ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د سیلابونو او سخت موسم د احتمالي اغیز کمولو لپاره اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.

بلخوا د موسمیاتو څانګې ویلي دي چې د عرب سمندرګي څخه د پشکال بارانونو له څپې سره د خیبرپښتونخوا په غریزو سیمو، مري، او ګلګت بلتستان کې د ځمکې ښویدو او ډبرو غورځېدو پېښې رامنځته کېدلای شي.

چارواکو د سیندونو او نهرونو په غاړو اوسېدونکو ته د احتیاطي تدابیرو کولو او پر کمزورو او موقتي پلونو د تګ راتګ څخه د ډډې کولو ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې سږ کال تر پشکال وړاندې بارانونو تر۱۴۰ زیات کسان ووژل او پراخ مالي تاوانونه یې واړول. له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د پشکال بارانونو پر مهال، په ځانګړې توګه، په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په پاکستان کې پشکال، چې د جولای څخه تر سېپټېمبر پورې دوام کوي، د مونسون موسم په نوم هم پیژندل کېږي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او بحر هند څخه رطوبت لرونکې هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي. دا اورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو زیاتره وخت د سېلابونو، ځمکې ښویدنې، او زیربناو ته د زیان لامل هم کېږي.

XS
SM
MD
LG