د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د عمران خان او نورو مشرانو د خوشې کولو غوښتنه تکرار کړه


دوی د اګست پر پنځمه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ له بازار سره نیږدې په یوه جلسه کې ویلي چې د عمران خان او د ګوند د نورو بندي‌ غړو د خوشي کولو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو یو ځل بیا د وفاقي حکومت پر کارکردګۍ نیوکې کړې دي او د خپل ګوند د بنسټګر عمران خان او د ګوند د نورو غړو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

دوی د اګست پر پنځمه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ له بازار سره نیږدې په یوه جلسه کې ویلي چې د عمران خان او د ګوند د نورو بندي‌ غړو د خوشي کولو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي. د ګوند اوسني مشر بیرسټر ګوهر علي خان جلسې ته په وینا کې وویل چې یو کال پوره شو خو د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان لا هم بندي دی.

نوموړي زیاته کړه چې پر عمران خان ګڼې بې بنیاده مقدمې جوړې شوې وې خو د هغې باوجود د ده په وینا، عمران خان بیانیه نه ده بدله شوې. بېرسټر ګوهر زیاته کړه چې دوی د ملک له ادارو سره ټکر نه غواړي خو ورسره په ملک کې دوه ډوله قوانین هم نه مني. نوموړي زیاته کړه چې پر عمران خان او مېرمن یې ټولې مقدمې بې بنیاده ثابتې شوې دي او هغوی اوس په ناقانونه توګه په بند کې ساتل شوي دي.

د بېرسټر ګوهر دا څرګندونې په وار وار د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د اوسني وفاقي حکومت چارواکو رد کړې دي او د عمران خان بند یې د عدالت کار بللی دی. پوځ هم تور پورې کوي چې تحريک انصاف د امنيتي ځواکونو پر ضد تبلیغات کوي او د مې پر نهمه یې سرکاري او پوځي ودانيوو ته زیانونه اړولي‌ وو. خو دغه ګوند دا تورونه ردوي.

په کوټه او پېښور کې د عمران خان خوشي کولو لپاره احتجاجونه شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

په جلسه کې د پاکستان ایین ژغورنې تحریک او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په ګډون یو شمیر سیاستوالو هم ویناوې وکړې. محمود خان اڅکزي وویل: "د عمران خان دا خبره سمه ده چې حقیقي ازادي پکار ده. حقیقي ازادي پښتنو، بلوڅو او نورو قامونو ته د هغوی پر سیمو کې پر وسایلو اختیار ورکول دي."

محمود خان اڅکزي د جلسې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې باید له عمران خان سره ودرېږي. "عمران خان ته دا پېغام ورکوو چې پښتونخوا وطن ټول له تاسره ولاړ دی." د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګڼدا پور جلسې ته په وینا کې وویل چې حکمرانان دې د خلکو غوښتنو ته پام وکړي او د عمران خان په شمول دې د تحريک انصاف ټول غړي خوشې کړي.

ګنډاپورپر امنيتي پالیسيوو هم نيوکې وکړي. هغه وویل چې په ملک کې ترهګري د دې ملک د خپلو واکمنو د ناسمو تګلارو له کبله رامنځ ته شوې ده. نوموړي د چا له نوم اخیستلو پرته وویل "دا ترهګري ټوله ستاسو له کبله ده، تاسو د امریکا په جګړه کې ورښکېل شوي وی او د داسې ګاونډي هیواد خلاف مو اډې ورکړې وې چې هم پښتانه دي‌ او هم مسلمانان."

علي امین ګنډه پور زیاته کړه چې نن له یو پېښې وروسته تاسو وایاست چې د دې پلان په افغانستان کې جوړ شوی وو. ده وویل، "تاسو د هغوی پر بچیو د بمباریو لپاره اډې ورکړې وې او اوس دا تمه کوی چې له هغې خوا به ګلونه درته راځي؟"

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ایین ‍ژغورنې غورځنګ په نامه تحریک وخت پر وخت د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې د عمران خان د خوشي کولو او د ده په وینا په ملک کې د رښتوني ولسواکۍ رامنځ ته کولو لپاره جلسې روانې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه نیول شوی وو خو د سپریم کورټ لخوا د هغه ګرفتاري غیرقانوني ګرځولو وروسته خوشي شو. له دې پس د هم دغه کال د اګست پر پنځمه د اسلام اباد سېشن عدالت عمران خان ته په توشا خانه کیس کې د درو کالو د بند سزا واوروله او عمران خان بیا ونیول شو.

عمران خان او د هغه مېرمن، بشره بي بي، ته د عدت کېس کې د اسلام اباد یوه عدالت د ۲۰۲۴ د جولای پر ۱۳مه د خوشې کولو امر کړی، خو د توشه خانه کېس کې دواړه په زندان کې دي. د دې تر څنګ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځینې پلویان د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو په تور په جېلونو کې دي. پوځ او حکومت دواړه پر تحریک انصاف تور پورې کوي چې د دوی په وینا د بهرنۍ ایجنډا له مخې د ملک پر ادارو نیوکې کوي. خو هغوی دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG