د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر د درو نورو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته وسپارل شو


علي وزیر د اګست په دویمه د شپې مهال په اسلام اباد کې ونیول شوـ پخوانی انځور.
علي وزیر د اګست په دویمه د شپې مهال په اسلام اباد کې ونیول شوـ پخوانی انځور.

د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پارلیمان پخوانی غړی علي وزیر د درو نورو ورځو لپاره په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې علي وزیر تر شپږ ورځني ریمانډ وروسته د اګست پر نهمه عدالت ته وړاندې کړل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په خپره شوې یوه ویډیو کې علي وزیر په اردو ژبه وايي، د هر ډول حالاتو مقابله یې وار له مخې هم کړې ده او بیا به یې هم کوي.

سرکاري وکيل راجا نوید عدالت ته وويل چې هغوی له علي وزیر څخه نورې پوښتنې هم کول غواړي نو ځکه دې د هغه ۲۰ ورځنی جسماني ریمانډ منظور کړي. خو جج طاهر عباس سپرا د هغوی غوښتنه رد کړه او یوازې د درو ورځو جسماني ریمانډ یې منظور کړ.

د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د اګست پر دریمه ناوخته نیولی وو. د حکومتي وکیل د ادعا له مخې پر علي وزیر له یو پولیس څخه په زوره د ټوپک اخیستلو او د یو بل پولیس سرتېري د کمیس شلولو تر څنګ د نشيي موادو ګرځولو په تور مقدمې درج دي.


خو علي وزیر دا ټول تورونه رد کړي. بل پلو پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې حکومت علي وزیر د دې لپاره نیولی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه د دوی اعلان شوې هغه قامي غونډه ناکامه کړي چې دوی د پښتنو عدالت نوم ورکړی دی.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځله نیول شوی او خوشی شوی دی.

هغه په وروستي ځل د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۴مه نیولی وو او څو ورځې وروسته یې د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشی کړ.

تر هغې مخکې علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال په ډیسېمبر کې د کراچۍ پولیسو په غوښتنه د نفرت خورولو پر تور په پېښور کې ونیول شو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپارلو. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.

د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه وزیر په شمالي وزیرستان کې د خړکمر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پېنځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ز کال د سېپټېمبر پر ۲۰مه د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.

XS
SM
MD
LG