د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د پرېکړې هرکلی کړی دی


په اسلام اباد کې افغان کډوال امریکا ته د تلو په پروسه کې د ځنډ پر ضد احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې افغان کډوال امریکا ته د تلو په پروسه کې د ځنډ پر ضد احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.

په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم د پاکستان حکومت لخوا په هغه هېواد کې د راجسټر افغان کډوالو د استوګنې مودې غځولو پرېکړه ستایلې ده.

سفارت د اګست پر نهمه په یو بیان کې وویل چې سفیر بلوم دا څرګندونې په اسلام اباد کې یوه ورځ مخکې د ریاستونو او سرحدي سیمو وزیر امیر مقام سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي په دې لیدنه کې وویل چې پاکستان "د افغان کډوالو د کوربتوب اوږد تاریخ لري" او د دې لپاره یې د حکومت مننه وکړه.

په اعلامیه کې د امریکا سفارت ویاند جوناتن لالي ویلي چې بلوم وویل چې د پاکستان سره په ګډه همکاري کوي ترڅو وړ افغانان په خوندي او موثره توګه په امریکا کې مېشت شي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰زکال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل.

پاکستان ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لاکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي. دوی د پاکستان حکومت د اوسېدو لپاره ځانګړي کارډونه ورکړي دي. په وروستیو کې د پاکستان حکومت د هغو کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې غځولې ده.

د دې ترڅنګ په هغه هېواد کې داسې کډوال هم ژوند کوي چې د استوګنې هغه کارډونه نه لري.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د سرکاري راډیو تر مخه، د ۲۰۲۴ کال د اګست تر څلورمې ۶۷۵،۱۹۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG