د لاسرسي ځای

تازه خبر

په موسکي او حسوخېلو کې د نښتې په وخت ۴ پاکستاني پوځيان زخمي شوي دي


امنيتي ځواکونه د ميرلي پر لور - انځور له ارشیفه
امنيتي ځواکونه د ميرلي پر لور - انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان د میرلي په موسکي او حسوخېلو کې د اګست پر ۱۱مه د وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ په نښه کې د یو پوځي مېجر په ګډون څلور عسکر ټپي شوي دي.

سیمه کې د ضلعي انتظامیې، پوځ او استخباراتي ادارو چارواکو بېګا مشال راډیو ته د نومونو نه خپرولو پره شرط وويل چې وسله والو د پوځ پر کاروان برید کړی او تر هغه وروسته یې ترمنځ څو ساعته نښه شوې ده. تر نښتې وروسته خلکو د ویرې له کبله د میرلي بازار هم تړلی وو.

په همدې کې د حسوخېلو مشرانو د امن غوښتنې تکرارولو لپاره جرګه کړې او ویلي یې دي چې پوځ او وسله دواړو ته یې جرګه لېږلې چې عام ولس دې نه تکليفوي. د حسوخېلو یو مخکښ ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل چې نن د اتمانزی جرګه رابلل شوې چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره لارې چارې ولټوي.

د موسکي او حسوخېلو اوسېدونکو د اګست پر اتمه مشال راډیو ته ويلي وو چې وسلوالو تېره ورځ د امنیتي ځواکونو د کاروانونو مخنیوي لپاره عمومي سړک کیندلی دی چې تر هغې وروسته پوځ ځايي ملکانو ته اطلاع ورکړه چې خلک دې کورونه خالي کړي.

که څه هم وروسته د میرلي ضلعي انتظامیې تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې د دغو قبیلو له مشرانو سره یې لیدلي اوډاډ یې ورکړی چې کورونه دې نه خالي کوي. خو د هغه په وينا خلک دې د وسلوالو لخوا کيندل شوی سړک جوړ کړي چې د پوځي قافلو او عامو خلکو تګ راتګ پرې بحال شي.

خو د حسوخېلو یو اوسېدونکی وقار خان مشال راډيو ته وويل چې د سړ چې د سیمې خلک د حکومت دې پرېکړې سخت اندېښمن کړي دي. هغه له امنيتي ځواکونو پوښتنه وکړه: "تاسو امن ولې بحاله نه کړلو؟ له کورونو په ۵۰۰ میټره د خلکو د لرې کولو په ترڅ کې به امن څنګه بحالوئ؟"

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای کولو ته ژمن دي او د دې لپاره د وسله والو پرضد هدفي عملیات هم کوي. بلخوا د اتمانزی جرګې مشرانو د اګست پر نهمه ویلي وو چې حکومت ورسره د امن پر ځای کولو ژمنې نه دي پوره کړې نو ځکه به پر ۱۴م اګست د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي.

XS
SM
MD
LG